جعفر مهدوي: د شیعه او هزاره مشرانو اندېښنې مې له طالب چارواکو سره شریکې کړې
بریانیوز/ دوشنبه ( ۱۹ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخواني غړي جعفر مهدوي وايي، د شیعه او هزاره مشرانو اندېښنې یې له طالبانو سره د لیدنو پر مهال له لوړپوړو چارواکو سره شریکې کړې دي
مهدوي ویلي، هڅه کوي د هزاره او شیعه ټولنې هغه اندېښنې او غوښتنې د طالبانو تر مشرتابه ورسوي چې په دې وروستیو کې پرې نیوکې او اعتراضونه زیات شوي دي
نوموړي همداراز هغه اوازې رد کړې چې ګواکې طالبانو ورته د خپل کور د خالي کولو امر کړی دی
د مهدوي څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي له لوري په کابل کې د «امید سبز» ښارګوټي د خالي کولو د امر په اړه پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي
د یاد ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکو د دغه پرېکړې پر وړاندې لاریونونه کړي او له طالبانو یې د پرېکړې د لغوه کولو او د خپلو حقونو د خوندي کولو غوښتنه کړې ده
د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر استازي په دې وروستیو کې د خپلو مدني، ټولنیزو او حقوقي حقونو په اړه اندېښنې مطرح کړې دي او له طالبانو یې غوښتي چې د ټولو وګړو له حقونو سره دې یو ډول چلند وشي
تر اوسه د طالبانو حکومت د مهدوي د څرګندونو او د نوموړي له لوري د مطرح شویو اندېښنو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1752
-
اخبار افغانستان
905
-
مقاله
641
-
سیاست
258
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl