ایران: په تېرو پنځو میاشتو کې مو ۲۰۰ زره بېاسناده افغانان ایستلي
بریانیوز/ سه شنبه ( ۲۰ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
تهران – د ایران د کورنیو چارو وزارت ویاند علي زینيوند وايي، دغه هېواد په تېرو پنځو میاشتو کې شاوخوا ۲۰۰ زره بېاسناده افغان کډوال له ایران څخه ایستلي او افغانستان ته یې ستانه کړي دي
زینيوند ویلي، د بېاسناده بهرنیانو د ایستلو بهیر د ایران د کډوالۍ او بهرنیانو د اوسېدنې د تګلارو له مخې دوام لري
د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه شمېره په داسې حال کې اعلانوي چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی او زرګونه افغانان هره ورځ د اسلامقلعه او ابریشم له لارو افغانستان ته ستنېږي
د کډوالو د پراخ بېرته ستنېدو له امله په افغانستان کې د بشري مرستو اړتیا هم زیاته شوې او د مرستندویه بنسټونو په وینا، راستنېدونکي له سرپناه، کار، روغتیايي خدمتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي
افغانستان ته د ستنېدونکو د زیاتوالي له دوام سره، د کډوالو د بیا مېشتېدو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو موضوع د بشري مرستندویه ادارو لپاره یوه جدي ننګونه بلل کېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1754
-
اخبار افغانستان
907
-
مقاله
643
-
سیاست
260
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl