رمضان بشردوست: طالبان د تجملپالنې او ساتونکو په لرلو کې له پخوانیو چارواکو سره توپیر نه لري
بریانیوز/ چهار شنبه ( ۲۱ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د افغانستان پخواني ولسي استازي رمضان بشردوست د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د دغې ډلې د چارواکو د ژوند طرز د هغوی له ادعاوو سره سمون نه لري
بشردوست په یوه مرکه کې له «دویچه وله» سره ویلي، طالبان د خپلو لومړنیو ادعاوو خلاف اوس په تجملپالنه، د ګڼو کورونو، زرهي موټرو او شخصي ساتونکو په لرلو کې له یو بل سره سیالي کوي
نوموړي د طالبانو د چارواکو د امنیتي تدابیرو په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د جوماتونو په محرابونو کې د باډیګاردانو درول او د چارواکو د ساتنې لپاره پراخ امنیتي حضور د پخواني جمهوري نظام له چارواکو سره د دوی توپیر کموي
بشردوست ټینګار کړی چې که د یوه نظام چارواکي د خلکو له عادي ژوند څخه واټن واخلي او د لوړو امنیتي تدابیرو او تجملپالنې لور ته ولاړ شي، نو د ولس او حکومت ترمنځ واټن هم ورسره زیاتېږي
د هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې د پخواني جمهوري نظام د کابینې غړي ضیاالحق امرخېل هم د حکومتونو د اصلاح او بدلون په اړه ویلي وو چې نظامونه د چارو د سمون لپاره محدود فرصتونه لري او که له دغو فرصتونو پر وخت او مسؤولانه استفاده ونه شي، وروسته اصلاحات خپل ارزښت له لاسه ورکوي
د بشردوست او امرخېل څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د افغانستان د اوسني نظام د حکومتولۍ، اقتصادي وضعیت او له خلکو سره د چارواکو د تعامل په اړه له بېلابېلو لورو نیوکې او بحثونه روان دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?