ملاله یوسفزۍ : د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د بنسټ د شپږو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
ملاله یوسفزۍ : د افغان ښځو او ماشومانو د حقونو د بنسټ د شپږو کارکوونکو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له طالبانو غوښتي چې په کابل کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د یوې ادارې نیول شوي شپږ کارکوونکي دې سمدستي او بېقیدوشرطه خوشې کړي
ملالې یوسفزۍ ویلي، د ښځو او ماشومانو له حقونو دفاع جرم نه دی او د دغو کسانو فعالیتونه د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره مهم دي
هغې ټینګار کړی چې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره کار کول باید د جرم په توګه ونه ګڼل شي او له طالبانو یې غوښتنه کړې چې د نیول شویو کسانو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې او هغوی خوشې کړي
بلخوا، د بشري حقونو د څار سازمان هم د دغو شپږو کسانو نیول تایید کړي دي. د دغه سازمان په وینا، یاد کسان چې ټول نارینه دي، د چنګاښ پر ۲۷مه د طالبانو له لوري نیول شوي دي
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د نیول شویو کسانو کورنۍ تر اوسه نه پوهېږي چې هغوی چېرته ساتل کېږي او روغتیايي او حقوقي وضعیت یې څه ډول دی
د دغې ادارې په وینا، د نیول کېدو علت هم په روښانه ډول نه دی اعلان شوی، چې له امله یې د هغوی د کورنیو اندېښنې زیاتې شوې دي
دا نیونې په داسې مهال شوې دي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله د بشري حقونو نړیوال سازمانونه او یو شمېر هېوادونه پر افغانستان د واکمنې ډلې سیاستونه په پرلهپسې توګه غندي
د ښځو او نجونو د زدهکړو، کار او ټولنیز ګډون پر محدودیتونو سربېره، د ښځو د حقونو لپاره د مدافعینو د فعالیتونو په اړه هم د بشري حقونو بنسټونو اندېښنې څرګندې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?