ریچارد بینت: د بشري حقونو له رعایت پرته د طالبانو د حکومت عادي کول لویه تېروتنه ده
بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینت خبرداری ورکړی چې د بشري حقونو د وضعیت له ښه کېدو پرته د طالبانو د حکومت عادي کول به یوه «لویه تېروتنه» وي
بینت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، د سرغړونو پر وړاندې کلک دریځ ونیسي او په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي
نوموړي ویلي، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې د ځپنې یو سیستماتیک نظام رامنځته کړی او د قانون د حاکمیت د کمزوري کېدو ترڅنګ یې هغه خپلواکې ادارې هم له منځه وړي چې د خلکو د حقونو د ساتنې لپاره مهمې وې
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د خپلسرو نیونو، شکنجو او له قانوني بهیر پرته د وژنو په اړه هم جدي اندېښنه څرګنده کړې ده
بینت ټینګار کړی چې نړیوال تعامل باید د بشري حقونو د اصولو په پام کې نیولو سره ترسره شي او د افغانستان له واکمنو سره اړیکې باید د خلکو د اساسي حقونو د وضعیت له موضوع څخه جلا نه شي
هغه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې نړیواله ټولنه باید د هغوی د حقونو د دفاع لپاره خپل فشار او ملاتړ کم نه کړي
د بینت څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې طالبان د نړیوالې ټولنې له لوري د رسمي پېژندنې او عادي اړیکو د پراخېدو هڅې کوي، خو د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت د محدودیتونو له امله د بشري حقونو بنسټونه لا هم پر دغه حکومت سختې نیوکې کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?