اسلاماباد او اوسلو: د افغانستان خاوره دې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي
بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد – د پاکستان او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو، اسحاق ډار او اسپن بارت ایده، په اسلاماباد کې له لیدنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د بریدونو لپاره ونه کارول شي
په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه هېوادونه د افغانستان له خاورې د ترهګریزو فعالیتونو د ترسره کېدو په اړه اندېښمن دي او ټینګار کوي چې افغان خاوره باید د هېڅ هېواد پر ضد د ګواښ یا برید لپاره و نه کارول شي
د پاکستان او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د لګېدلو محدودیتونو په اړه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغوی د ښځو او نجونو د حقونو، په ځانګړي ډول د زدهکړې او کار حق، پر خوندیتوب ټینګار کړی دی
پاکستان له اوږدې مودې راهیسې طالبان تورنوي چې د دغه هېواد پر ضد د فعالیت کوونکو وسلهوالو ډلو لپاره په افغانستان کې زمینه برابروي؛ خو طالبان دا تورونه په وار وار رد کړي او د پاکستان امنیتي ستونزې یې د دغه هېواد کورنۍ موضوع بللې ده
د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترهګرۍ، سرحدي امنیت او وسلهوالو ډلو پر سر اختلافات په داسې حال کې دوام لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې په وروستیو کلونو کې له جدي ترینګلتیاوو سره مخ شوې دي
د پاکستان او ناروې ګډ دریځ ښيي چې د افغانستان امنیتي وضعیت او د ښځو او نجونو حقوق لا هم د نړیوالو هېوادونو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?