news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده‌کړو دوامدار بندیز د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه ده

ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده‌کړو دوامدار بندیز د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه ده

ملګري ملتونه: د افغان نجونو د زده‌کړو دوامدار بندیز د افغانستان تر ټولو ستره ستونزه ده

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 ملګرو ملتونو په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر دوامدار بندیز یو ځل بیا ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د میلیونونو افغان نجونو له زده‌کړو محرومیت یې د هېواد د اوسني وضعیت له تر ټولو جدي او دردونکو برخو څخه بللی دی

د ملګرو ملتونو اړوند د یونېسکو د نویو شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغان نجونې له ثانوي او لوړو زده‌کړو بې‌برخې دي. دغه بندیزونه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پرله‌پسې دوام لري

ملګرو ملتونو ویلي، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام نه یوازې د هغوی پر شخصي ژوند اغېز کړی، بلکې د افغانستان په ټولنیز او اقتصادي ژوند کې یې د ښځو ونډه هم په بې‌ساري ډول کمه کړې ده

د ملګرو ملتونو په وینا، د ښځو او نجونو له زده‌کړو او کاري فرصتونو محرومول د هېواد د راتلونکي لپاره هم جدي پایلې لري، ځکه د ټولنې یوه لویه برخه له مسلکي زده‌کړو، کار او د تصمیم نیونې له بهیر څخه لرې پاتې کېږي

نړیوالو بنسټونو په وار وار له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي او افغان ښځو او نجونو ته د زده‌کړې او کار حق ورکړي

خو تر اوسه د طالبانو حکومت د نجونو د ثانوي او لوړو زده‌کړو د بېرته پیل لپاره کومه روښانه نېټه نه ده اعلان کړې

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د افغان نجونو د زده‌کړې حق باید خوندي شي او د هغوی محرومیت باید نور دوام ونه کړي. د دې سازمان په باور، د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره د ښځو او نجونو تعلیم او فعال ګډون بنسټیز اهمیت لري

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto