news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

کییف :زېلېنسکي له امریکا د پاټریوټ توغندیو د زېرمو د یوې برخې د پلور غوښتنه وکړه

کییف :زېلېنسکي له امریکا د پاټریوټ توغندیو د زېرمو د یوې برخې د پلور غوښتنه وکړه

کییف :زېلېنسکي له امریکا د پاټریوټ توغندیو د زېرمو د یوې برخې د پلور غوښتنه وکړه

 بریانیوز/ جمعه ( ۲۳ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې د خپلو پاټریوټ هوايي دفاعي توغندیو له زېرمو څخه د پنځو تر لسو سلنې پورې اوکراین ته وپلوري

زېلېنسکي ویلي، اوکراین د روسیې د سختو هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره د هوايي دفاعي توغندیو له کمښت سره مخ دی او په ځانګړي ډول پاټریوټ توغندیو ته بېړنۍ اړتیا لري

نوموړي ادعا کړې چې د اوکراین د دفاعي توغندیو زېرمه د تېر کال په پرتله نږدې نیمایي ته راټیټه شوې، په داسې حال کې چې د روسیې د بالستیک توغندیو تولید دوه برابره شوی دی

د اوکراین ولسمشر ویلي، هېواد یې غواړي د امریکا له زېرمو څخه د پاټریوټ توغندیو یوه محدوده برخه واخلي، څو د روسیې د بالستیک توغندیو پر وړاندې د اوکراین دفاعي وړتیا پیاوړې شي

زېلېنسکي ټینګار کړی چې که اوکراین ته کافي پاټریوټ توغندي ورکړل شي، د روسیې د بالستیک توغندیو پر وړاندې به د دغه هېواد د دفاع وړتیا د پام وړ لوړه شي

د اوکراین ولسمشر په داسې حال کې د امریکا د مرستې غوښتنه کړې چې روسیه په وروستیو میاشتو کې د اوکراین پر ښارونو او مهمو زیربناوو د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکوي

کییف وايي، د هوايي دفاع پیاوړتیا د ملکي سیمو، انرژۍ د تاسیساتو او نورو مهمو زیربناوو د ساتنې لپاره حیاتي ده. روسیه بیا د اوکراین پر پوځي او ستراتیژیکو اهدافو د بریدونو ادعا کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto