د ترکیې ولسمشراردوغان: د هرمز تنګي بیا پرانیستل د ترکیې لپاره لومړیتوب لري
بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
انقره – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، د هرمز تنګي بیا پرانیستل د انقرې له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او د دغه ستراتیژیک سمندري مسیر تړلی پاتې کېدل هېڅ هېواد ته ګټه نه رسوي
اردوغان ټینګار کړی چې د هرمز تنګي اوږدمهاله تړل کېدل د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ د لېږد لپاره جدي ګواښ رامنځته کولای شي. نوموړي غوښتنه کړې چې دغه مهمه سمندري لار باید ژر تر ژره بېرته پرانیستل شي
د ترکیې ولسمشر ویلي، د هرمز تنګي امنیت او د بېړیو د تګ راتګ دوام یوازې د سیمې د هېوادونو لپاره نه، بلکې د نړیوال اقتصاد لپاره هم مهم دی
د اردوغان څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د هرمز تنګي پر سر د ایران او امریکا د چارواکو ترمنځ لفظي تاوتریخوالی زیات شوی دی
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه ګڼل کېږي او د دغه تنګي هر ډول اوږدمهاله بندښت کولای شي د نړیوالو بازارونو، د تېلو بیو او سوداګریزو لارو پر وضعیت د پام وړ اغېز وکړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
916
-
مقاله
654
-
سیاست
283
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl