news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

خبير پختونخوا : پېښور عالي محکمې د پاکستانۍ ښځې افغان پېژندپاڼه لغوه کړه

خبير پختونخوا : پېښور عالي محکمې د پاکستانۍ ښځې افغان پېژندپاڼه لغوه کړه

خبير پختونخوا : پېښور عالي محکمې د پاکستانۍ ښځې افغان پېژندپاڼه لغوه کړه

 بریانیوز/سه شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پېښور عالي محکمې د یوې پاکستانۍ ښځې، تاج مینا، د افغان پېژندپاڼې د لغوه کولو او د هغې د افغان مېړه د سملاسي خوشې کېدو امر کړی دی

د محکمې د پرېکړې له مخې، د تاج مینا افغان پېژندپاڼه باید لغوه شي او د هغې افغان مېړه ته د ضمانت زمینه برابره شي

د تاج مینا مدافع وکیلې ثنا ګلزار محکمې ته ویلي چې موکله یې اصلاً پاکستانۍ ده، خو له یوه افغان وګړي سره له واده وروسته یې افغان پېژندپاڼه ترلاسه کړې وه

محکمې د دواړو لورو د څرګندونو او قانوني دلایلو له ارزولو وروسته د تاج مینا د افغان پېژندپاڼې د لغوه کولو پرېکړه کړې او د هغې د مېړه د ضمانت غوښتنه یې هم منلې ده

محکمې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغان مېړه د سملاسي خوشې کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي او نوموړي ته د پاکستان «اوریجن کارت» د صادرېدو زمینه برابره کړي

د محکمې دغه پرېکړه په داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د اسنادو، تابعیت او د هغوی د بېرته ستنولو موضوع له حقوقي او اداري ننګونو سره مخ ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto