طالبان: د برېښنا پروژو لپاره ۱۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې
بریانیوزچهار شنبه ( ۲۶ / اسد /۱۴۰۵هـ.ش)
د طالبانو د برېښنا شرکت رییس عبدالحق همکار وایي، سږکال د برېښنا د پروژو د پلي کېدو لپاره ۱۵ میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي
همکار په خوست کې د ۳۷۷ میلیونه افغانیو په لګښت د برېښنا د پنځو پروژو د پیل پر مهال وویل چې په هېواد کې د برېښنا له سکټور سره پانګونې مخ پر زیاتېدو دي
نوموړي زیاته کړه چې د دغو پروژو موخه د برېښنا د شبکې پراختیا او د خلکو لپاره د برېښنا خدمتونو ته د لاسرسي زیاتول دي
خو د کابل په ګډون د هېواد د یو شمېر لویو ښارونو اوسېدونکي وايي، لا هم د برېښنا له کمښت سره مخ دي او په ځینو سیمو کې خلک منظمې برېښنا ته لاسرسی نه لري
له بلې خوا، له طالبانو سره د افغان پانګوال میرویس عزیزي هغه تړون هم لا عملي شوی نه دی چې له مخې یې نوموړي د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید ژمنه کړې وه
د برېښنا د کمښت ستونزه په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې د خلکو له مهمو ستونزو څخه ده، او د کورنیو سرچینو د پراختیا ترڅنګ، هېواد لا هم د خپلې اړتیا یوه لویه برخه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو واردوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1768
-
اخبار افغانستان
918
-
مقاله
662
-
سیاست
293
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl