طالبان: سږ کال ۸۱ سوداګرو افغانستان کې ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې
بریانیوزشنبه ( ۲ / سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل – د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۸۱ سوداګرو خپلې پانګې افغانستان ته لېږدولې او په بېلابېلو برخو کې یې شاوخوا ۶۸ میلیونه ډالره پانګونه کړې ده
فطرت ویلي، د دغو سوداګرو لپاره په صنعتي پارکونو کې ۲۸۸ جریبه ځمکه ځانګړې او وېشل شوې ده. د نوموړي په وینا، د یادو پانګونو له عملي کېدو سره تر څلور زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده
د طالبانو د مرستیال ویاند په خبره، د ۱۵ نورو سوداګرو د پانګونې اړوند اسناد هم تر ارزونې لاندې دي او تمه ده چې د اړینو پړاوونو له بشپړېدو وروسته به د هغوی د پانګونې بهیر هم پیل شي
د طالبانو حکومت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره او د خصوصي سکټور فعالیتونه پراخ کړي. د طالبانو چارواکي وایي، د اقتصادي ودې لپاره د صنعت او سوداګرۍ پراختیا یې له مهمو لومړیتوبونو څخه ده
خو بل لور ته، لا هم یو شمېر افغان سوداګر او پانګهوال له هېواده د خپلو پانګو د ایستلو او د سوداګریزو فعالیتونو د محدودولو په اړه اندېښنې لري. دوی د اقتصادي وضعیت، بانکي ستونزو، د بازارونو کمزورتیا او د طالبانو د ځینو سیاستونو له امله د پانګونې پر راتلونکي اندېښمن دي
اقتصادي شنونکي هم باور لري چې یوازې د پانګوالو د شمېر زیاتوالی بسنه نه کوي، بلکې د پانګونې د دوام لپاره د خصوصي سکټور د ملاتړ، بانکي اسانتیاوو، حقوقي خوندیتوب او د بازارونو د ثبات زمینه هم باید پیاوړې شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?