اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د افغانستان پراخې معدني زیرمې؛ بهرني هېوادونه یې د «بې‌سرپوښه دیګ» په څېر د استفادې په لټه کې دي

د افغانستان پراخې معدني زیرمې؛ بهرني هېوادونه یې د «بې‌سرپوښه دیګ» په څېر د استفادې په لټه کې دي

د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت مرستیال او د ځمکپوهنې او معدني اکتشافاتو سازمان رئیس، محمود فاطمي عقدا، وايي چې د افغانستان د معدني سرچینو د ظرفیتونو د پېژندنې او د معلوماتو بانک د جوړولو لپاره مطالعات پیل شوي دي.

بریانیوز- یکشنبه ٢ سنبله ١٤٠٥

فاطمي عقدا ویلي، د افغانستان د کانونو د ظرفیتونو پېژندنه د دوی د ادارې په کاري لومړیتوبونو کې شامله شوې او په دې برخه کې عملي مطالعات پيل شوي دي.

نوموړي افغانستان د ایران د کانونو په برخه کې د ډیپلوماسۍ له مهمو هدفونو څخه بللی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکپوهنې علومو او معدني اکتشافاتو په برخو کې د همکاریو د پراختیا لپاره، د اقتصادي همکاریو سازمان «اکو» په چوکاټ کې هم هڅې په جدي توګه روانې دي.

هغه زیاته کړې چې د دغو همکاریو پراختیا کولای شي د دواړو هېوادونو د صنعتونو لپاره د اړتیا وړ خامو موادو د دوامدارې برابرۍ زمینه برابره کړي.

د ایران د ځمکپوهنې او اکتشافاتو سازمان رئیس ویلي، په نړۍ کې د پېژندل شویو ۱۱۴ ډوله معدني موادو له ډلې شاوخوا ۳۵ ډولونه په ایران کې موندل شوي، خو د دغه هېواد اوسني اکتشافات لا هم له موجودو واقعي ظرفیتونو سره د پام وړ واټن لري.

د هغه په وینا، د دې واټن د کمولو او د نفتو له عوایدو څخه د ایران د وابستګۍ د راکمولو لپاره ۶۶ نوي اکتشافي پروژې تعریف شوې او د خصوصي سکټور د لا پراخ حضور لپاره هم زمینه برابره شوې ده.

فاطمي عقدا همداراز د ستراتېژیکو عناصرو او نادرو خاورو د موندلو اهمیت ته په اشارې ویلي چې د ځمکې د ناستې یا فرونشست د ستونزې مدیریت هم د ځمکپوهنې په برخه کې له حیاتي لومړیتوبونو څخه دی. نوموړي ویلي، د ځمکې د ناستې له مهمو لاملونو څخه یو هم د ځمکې لاندې اوبو له زېرمو څخه له حده زیات برداشت دی.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto