پاکستاني قاضي: پاکستان له افغانستان سره د جګړې په حالت کې دی
بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
د اسلاماباد د سترې محکمې قاضي خادم حسین سومرو د افغان محصلینو د ویزو د تمدید د قضیې د اورېدنې پر مهال ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د جګړې په حالت کې دی او افغانستان یې «دښمن هېواد» بللی دی
دغه څرګندونې د هغې قضیې د اورېدنې پر مهال شوې چې ۸۷ افغان محصلینو د خپلو ویزو د تمدید لپاره محکمې ته عریضه کړې ده
د محصلینو مدافع وکیل ایمل خان مندوخېل ویلي، محکمې ته یې د محصلینو اړوند ټول لازم اسناد وړاندې کړي، خو قاضي د قضیې اورېدنه ځنډولې ده
د افغان محصلینو د ویزو د تمدید موضوع په داسې حال کې د پاکستان په محکمه کې مطرح کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د امنیتي او سیاسي اختلافاتو له امله ترینګلې شوې دي
د افغان محصلینو د اتحادیې په وینا، په پاکستان کې د افغان محصلینو د زدهکړیزو ویزو د تمدید بهیر له اوږدې مودې راهیسې له ستونزو سره مخ دی او یو شمېر محصلین د ویزو د نشتوالي له امله د نیول کېدو او ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي
د محصلینو مدافع وکیلان وايي، د ویزو د تمدید موضوع باید له امنیتي او سیاسي اختلافاتو جلا وکتل شي، څو هغه افغان محصلین چې په پاکستان کې په قانوني ډول زدهکړې کوي، له خپلو زدهکړو پاتې نه شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1774
-
اخبار افغانستان
933
-
مقاله
700
-
سیاست
307
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl