کابل : د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې؛ طالبان اوسنی نظام ټولګډونه دی
بریانیوز شنبه ( ۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
په کابل کې د هزاره او شیعه ټولنې یو شمېر مشرانو او دیني عالمانو په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د دوی حقونه خوندي کړي او په حکومتي جوړښت کې ورته ونډه ورکړي
د شیعه علماوو شورا غړي سید حسین عالمي بلخي ویلي، هزارهګانو او شیعهګانو د خپلو غوښتنو د مطرح کولو لپاره له طالبانو سره خبرې کړې، خو تر اوسه یې غوښتنو ته د پام وړ ځواب نه دی ورکړل شوی
په دې غونډه کې ګډونوالو ټینګار کړی چې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقوق باید په پام کې ونیول شي او له خلکو سره باید د قوم او مذهب پر بنسټ دوهګونی چلند ونه شي. د هزاره او شیعه مشرانو یوه وروستۍ اعلامیه هم د دوی پر وړاندې د تبعیضي چلند په اړه اندېښنه څرګندوي
بلخوا، د طالبانو د ادارې د چارو مشر نورالحق انور د هزاره مشرانو د سیاسي ونډې غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي چې له دغو څرګندونو څخه د پخواني جمهوریت «بوی» راځي
انور ټینګار کړی چې په تېرو درېیو پېړیو کې په افغانستان کې هېڅ داسې حکومت نه و چې د ټولو ډلو ګډ حضور ولري او د طالبانو اوسنی نظام یې «بشپړ او خپلواک» بللی دی
د هزاره او شیعه مشرانو غوښتنې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د دوی د مذهبي مرکزونو، ځمکو، ټولنیزو حقونو او سیاسي ونډې په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د دغې ټولنې یو شمېر مخور وايي، د ستونزو د حل لپاره باید له فشار او محدودیتونو پر ځای د خبرو او تفاهم لاره غوره شي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?