د شانګهای سازمان غونډه؛ د طالبانو ویاند: زموږ له ګډون پرته پرېکړې نیمګړې دي
بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د شانګهای همکاریو سازمان د روانې سرمشریزې په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د افغانستان له ګډون پرته په دې سازمان کې هر ډول پرېکړې نیمګړې دي
مجاهد ویلي: «موږ چې په کې نه یوو، ستاسو هر ډول فیصلې نیمګړې دي.» نوموړي د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د اوسنیو واکمنانو دریځ او غوښتنې هم د سیمهییزو بحثونو برخه وګرځوي
د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۶ کال سرمشریزه په بیشکک کې جوړه شوې، خو د طالبانو استازی پکې حضور نه لري. افغانستان له ۲۰۱۲ کال راهیسې د دغه سازمان د څارونکي هېواد حیثیت لري، خو طالبان په ۲۰۲۱ کال کې د بیا واکمنېدو راهیسې د سازمان په کلنیو مشرانو غونډو کې نه دي ګډون کړي
د طالبانو ویاند ادعا کړې چې دا پنځم پرلهپسې کال دی چې د شانګهای سازمان کلنۍ غونډې ته له کابله استازی نه بلل کېږي. د افغانستان د نه بلنې موضوع په تېرو کلونو کې هم د دغه سازمان په غونډو کې مطرح شوې ده
د شنونکو په باور، د افغانستان وضعیت د شانګهای سازمان د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه دی، په ځانګړي ډول د ترهګرۍ، نشهیي توکو او سیمهییز امنیت په برخو کې؛ خو د طالبانو د حکومت د نړیوالې پېژندنې نشتوالی د کابل د رسمي ګډون پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه ګڼل کېږي
طالبان بیا ټینګار کوي چې د افغانستان په اړه هره سیمهییزه پرېکړه باید د کابل له ګډون او نظر پرته ترسره نه شي، ځکه د دوی په وینا، د افغانستان امنیت او ثبات په مستقیم ډول د منځنۍ او سویلي اسیا پر امنیت اغېز کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?