بیشکک : پزشکیان او پوتین د ایران او روسیې پر اړیکو خبرې وکړې
بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
بیشکک — د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې او «شانګهای پلاس» غونډې په څنډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي
د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د ایران او روسیې د دوهاړخیزو اړیکو وروستی وضعیت او د اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې د همکاریو د پراختیا لارې چارې وڅېړل شوې
پزشکیان په دې لیدنه کې د ایران پر وړاندې د امریکا د سیاستونو په اړه هم د روسیې له دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې تهران او مسکو کولی شي د یو اړخیزو فشارونو پر وړاندې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړي
پوتین او پزشکیان په داسې وخت کې سره ګوري چې د ایران او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او د تهران او واشنګټن ترمنځ د وروستیو نښتو له امله سیمهییز وضعیت هم ترینګلی دی
د دواړو مشرانو لیدنه د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې شوې؛ هغه غونډه چې د چین، روسیې، ایران، هند او پاکستان په ګډون د سیمې د مهمو هېوادونو مشران پکې راټول شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1779
-
اخبار افغانستان
935
-
مقاله
714
-
سیاست
317
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl