news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

برلین : جرمني ۲۲ افغانان له هېواده ایستلي او کابل ته یې ستانه کړي

برلین : جرمني ۲۲ افغانان له هېواده ایستلي او کابل ته یې ستانه کړي

برلین : جرمني ۲۲ افغانان له هېواده ایستلي او کابل ته یې ستانه کړي

 بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

برلین — د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، ۲۲ افغان نارینه د سې‌شنبې په سهار له جرمني څخه کابل ته ایستل شوي دي. د جرمني چارواکو په وینا، په دې ډله کې ټول کسان له دغه هېواد له قضايي او جزايي نظام سره مخامخ شوي وو

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د دغو کسانو د جرمونو او قضايي دوسیو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي. دا ډله د لایپزیګ/هالې له هوايي ډګر څخه په ځانګړې الوتنه کې کابل ته لېږدول شوې ده

د جرمني د چارواکو د وروستیو معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د بېرته ستنولو بهیر په روان کال کې پراخ شوی او تر دې وړاندې هم د افغانانو د ایستلو څو الوتنې ترسره شوې دي. د اګست په ۲۵مه هم شاوخوا ۳۰ افغانان له جرمني څخه کابل ته ستانه شوي وو

جرمني په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان ته مستقیمې جبري ستنونې ودرولې، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې دا بهیر بېرته پیل کړ. له هغه وروسته د افغانانو د بېرته ستنولو لپاره څو چارټر الوتنې ترسره شوې دي

په همدې حال کې، د طالبانو درې کسیز پلاوی هم جرمني ته تللی و چې د افغانانو د بېرته ستنولو او د هویتي اسنادو اړوند تخنیکي مسایلو په اړه له جرمني چارواکو سره خبرې وکړي. د جرمني حکومت ویلي چې د دغو اړیکو موخه تخنیکي همغږي ده او دا د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري

د افغانانو د جبري ستنولو موضوع په داسې حال کې د بحث وړ ده چې د بشري حقونو بنسټونه افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کسانو د امنیت او د هغوی د راتلونکي په اړه اندېښنې څرګندوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto