news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

یوناما: د جګړې قرباني ښځې له پراخ اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخ دي

یوناما: د جګړې قرباني ښځې له پراخ اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخ دي

یوناما: د جګړې قرباني ښځې له پراخ اقتصادي او ټولنیز فشار سره مخ دي

 بریانیوز چهار شنبه ( ۱۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د جګړو قرباني شوې ښځې، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د کورنۍ د سرپرست د له لاسه ورکولو وروسته د کورنۍ مسؤلیت ورترغاړې شوی، له فقر، د معیشت له ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي

یوناما وايي، دغه موندنې د ۱۹۵ جګړه‌ځپلو کسانو او د قربانیانو د کورنیو له غړو سره د ترسره شویو مرکو پر بنسټ ولاړې دي. د راپور له مخې، د کورنۍ د اصلي عاید ورکوونکي له وژل کېدو وروسته ښځې له داسې اقتصادي ستونزو سره مخ شوې چې د خپلو ماشومانو او نورو کورنیو غړو د اړتیاوو پوره کول ورته لا ستونزمن شوي دي

د ملګرو ملتونو دغه پلاوي ټینګار کړی چې د ښځو اقتصادي خپلواکي د کورنیو د ژوند د ښه کېدو لپاره مهمه ده او د کار او زده‌کړو محدودیتونه د جګړې له امله زیانمنو کورنیو ستونزې لا زیاتولی شي

یوناما له طالبانو غوښتي چې پر ښځو د زده‌کړو او کار محدودیتونه لرې کړي او ښځو ته د کار، مسلکي زده‌کړو او لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي

په راپور کې ټینګار شوی چې د ښځو د زده‌کړې او کار فرصتونو پراخول نه یوازې د هغوی د حقونو د خوندیتوب لپاره مهم دي، بلکې کولی شي له هغو کورنیو سره هم مرسته وکړي چې د جګړو له امله یې خپل اصلي عاید ورکوونکي له لاسه ورکړي دي

د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو دوام له پراخو نړیوالو اندېښنو سره مخ دی. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وار وار ویلي چې دغه محدودیتونه د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت هم منفي اغېز کوي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto