news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

فدایي: د حکمتیار مخالفین دوه مخي او فرصت‌طلبه دي؛ د هغه تر نوم لاندې امتیازات اخلي، خو خپل سیاسي وزن نه لري

فدایي: د حکمتیار مخالفین دوه مخي او فرصت‌طلبه دي؛ د هغه تر نوم لاندې امتیازات اخلي، خو خپل سیاسي وزن نه لري

د افغانستان پخواني چارواکي او سیاسي څېره محمد حلیم فدایي وايي، د حزب اسلامي افغانستان د مشر ګلبدین حکمتیار له وروستي دریځ سره مخالف کسان باید خپل سیاسي دریځ په څرګند او عملي ډول ثابت کړي.

بریانیوز- یکشنبه ١٥ سنبله ١٤٠٥

محمد حلیم فدایی په دغه پیغام کې لیکلی:

د حزب اسلامي افغانستان د مشر دا دریځ چې پر خپلو پلویانو یې غږ کړی، له طالبانو سره خپلې اړیکې پرې کړي، دوه تابعیته غړیتوب او د کرایې سیاست پرېږدي، د حزب د ځینو غړو مخالفت راپارولی دی.

البته، هغه کسان چې مامورین دي او د هر نظام په دروازه کې د دندې په لټه کې وي، د مشرۍ او رهبرۍ دعوه کول ورته اسانه دي؛ خو د دریځ نیول او د هغه بیه ورکول بیا بل څه دي.

د حزب د مشر هغو مخالفو پلویانو ته چې زه د یوه غیرحزبي په توګه مشوره ورکوم، که له حکمتیار پرته شل کېدای شئ، نو مخته شئ! له ځانه دا پوښتنه هم وکړئ چې ولې له کلونو سیاسي تجربې او امکاناتو سره، دوه کسان هم په خپل شاوخوا نه شئ راټولولای؟

ځینې خو لا هم ښه را په یاد دي؛ د حکمتیار په نوم او له جمهوریت سره د هغه د مخالفت په سر ښه امتیازات اخیستل. د حکمتیار نوم ترې لرې کړئ، بیا به معلومه شي چې له ځانه یې څومره کمال درلود!

د حکمتیار اوسنی دریځ ستاسو لپاره یو فرصت دی. یا د طالب پر وړاندې خپل سیاسي قوت په عملي توګه وښیئ، او یا دومره جرئت وکړئ چې په ښکاره له طالب سره بیعت وکړئ.

دا والله ډېره سپینه محمدي خبره ده:

په پټه مخالفت او په ښکاره بیعت نه کېږي. د مخالفت او بیعت ترمنځ یو انتخاب وکړئ.

فدایي د خپل پیغام په پای کې لیکلي چې دا مشوره «د یوه غیرحزبي له لوري، حزبیانو ته» ده.

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto