news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اسد قیصر: د افغانستان پولې تړل کېدو خیبر پښتونخوا له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړې

اسد قیصر: د افغانستان پولې تړل کېدو خیبر پښتونخوا له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړې

اسد قیصر: د افغانستان پولې تړل کېدو خیبر پښتونخوا له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړې

 بریانیوز دوشنبه ( ۱۶/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د پاکستان د «اساسي قانون د ساتنې غورځنګ» عمومي منشي او د تحریک انصاف مشر اسد قیصر وايي، له افغانستان سره د پولې تړل کېدو د خیبر پښتونخوا پر سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی او د دغه ایالت خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي

قیصر ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو لارو اوږدمهاله تړل کېدل یوازې د دواړو هېوادونو پر سوداګرۍ اغېز نه کوي، بلکې په خیبر پښتونخوا کې د کار، سوداګرۍ او عاید پر سرچینو هم مستقیم فشار اچوي. د پاکستان د اپوزیسیون ځینو مشرانو تر دې مخکې هم د افغانستان سره د خبرو او د سوداګریزو اړیکو د بېرته فعالولو غوښتنه کړې ده

نوموړي د پنجاب د وزیراعلیٰ مریم نواز پر وروستیو څرګندونو هم سختې نیوکې کړې دي. مریم نواز ویلي وو چې پنجاب د ګاونډیو هېوادونو په پرتله له خپلو ګاونډیو صوبو څخه له لوی امنیتي ګواښ سره مخ دی؛ دغو څرګندونو په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف د مشرانو توند غبرګونونه راپارولي دي

اسد قیصر ویلي، مریم نواز باید د خیبر پښتونخوا د خلکو په اړه د داسې څرګندونو له امله شرمېدلې وای او د هغې خبرې یې د دغه ایالت د خلکو پر وړاندې سپکوونکې بللې دي

قیصر همداراز ادعا کړې چې د پاکستان د حکومتونو ناسم سیاستونه او د ترهګرۍ پر وړاندې اوږدې جګړې خیبر پښتونخوا ته درانه زیانونه اړولي دي. د هغه په وینا، ناامني، بې‌ځایه کېدل، د سوداګرۍ کمزوري کېدل او اقتصادي ستونزې د دغو پالیسیو له مهمو پایلو څخه دي

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي پېښو په تړاو د پاکستان پوځ د وروستیو عملیاتو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د افغانستان له پولې سره نږدې سیمو کې یې ګڼ وسله‌وال وژلي دي. اسلام‌اباد ادعا کوي چې له افغانستان څخه د وسله‌والو د تګ راتګ ستونزه لا هم موجوده ده، خو کابل دغه ډول تورونه ردوي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي ترینګلتیا ترڅنګ، د پولې تړل کېدل د دواړو هېوادونو د سوداګرو، ټرانزیټي شرکتونو او سرحدي سیمو پر اقتصاد هم فشار زیات کړی دی. د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لپاره د امنیتي ستونزو ترڅنګ د سوداګرۍ او ترانزیټ د لارو د بیا پرانیستلو موضوع هم له مهمو ننګونو څخه ګڼل کېږي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto