اوچا: افغان ماشومان د زدهکړو ته د لاسرسي پر وړاندې له ګڼو خنډونو سره مخ دي
بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، په افغانستان کې ماشومان د زدهکړو او سواد زدهکړې ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخ دي
اوچا د سپټمبر اتمې، د سواد زدهکړې د نړیوالې ورځې، په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې سواد زدهکړه ماشومانو ته د پوهې، لا زیاتو فرصتونو او خوندي راتلونکي پر لور د تګ زمینه برابروي
دغه سازمان ټینګار کړی چې د زدهکړو په برخه کې دوامداره پانګونه اړینه ده، څو د زدهکړې فرصتونه پرانیستي پاتې شي او هر ماشوم وکولای شي خپل استعدادونه وده ورکړي او له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي
اوچا زیاته کړې چې افغان ماشومانو ته د زدهکړې او سواد زدهکړې د زمینه برابرول د هغوی لپاره د روښانه او ښه راتلونکي د جوړولو له مهمو لارو څخه دي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په داسې حال کې پر زدهکړو د پانګونې ټینګار کوي چې په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو وضعیت له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی. د دې ستونزو له ډلې اقتصادي ستونزې، بېوزلي، د زدهکړو د اسانتیاوو کمښت او د نجونو د زدهکړو پر وړاندې محدودیتونه یادېږي
د ملګرو ملتونو ادارې ټینګار کوي چې د ماشومانو لپاره د زدهکړې دوامداره زمینه نه یوازې د هغوی د پوهې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د ټولنې د اوږدمهاله پرمختګ او د راتلونکو نسلونو د ښه ژوند لپاره هم مهمه ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?