اتریش: له ۱۴ کلونو کم عمره نجونې په ښوونځیو کې ټیکری نه شي پر سر کولی
بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
ویانا — په اتریش کې د ۱۴ کلونو څخه کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د اسلامي دود له مخې د ټیکري یا حجاب پر سر کولو نوی بندیز عملي شوی دی. دا قانون د سپټمبر له لومړۍ نېټې نافذ شوی او د نوي ښوونیز کال له پیل سره یې عملي پړاو هم پیل شوی دی
د اتریش حکومت وايي، د دې قانون موخه د نجونو د آزادۍ او ځانواکۍ ساتنه ده؛ خو د دغه هېواد د مسلمانانو تر ټولو لویې رسمي ټولنې پر دې پرېکړې نیوکه کړې او دا یې د مذهبي حقونو پر وړاندې تبعیضي اقدام بللی دی. دغې ټولنې ویلي چې موضوع به د اتریش اساسي قانون محکمې ته یوسي
د قانون له مخې، که یوه زدهکوونکې له بندیز څخه سرغړونه وکړي، لومړی به له هغې او د هغې له کورنۍ سره خبرې وشي. د سرغړونې د تکرار په صورت کې د والدینو یا سرپرستانو لپاره له ۱۵۰ تر ۸۰۰ یورو پورې جریمه ټاکل شوې ده
د اتریش د پارلمان له خوا دغه قانون د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې تصویب شوی و او د واکمن ائتلاف تر څنګ یې د ازادۍ ګوند ملاتړ هم کړی و. د شنو ګوندونو استازو له دې قانون سره مخالفت کړی دی
دا په داسې حال کې ده چې د اتریش اساسي قانون محکمې په ۲۰۲۰ کال کې د لومړنیو ښوونځیو لپاره د حجاب پخوانی بندیز لغوه کړی و او ویلي یې وو چې دغه اقدام د مسلمانانو پر وړاندې د تبعیض له امله له اساسي قانون سره ستونزه لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1797
-
اخبار افغانستان
948
-
مقاله
733
-
سیاست
327
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl