آمو سیند : طالبانو د امو سیند د تېلو له چینايي شرکت سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړ
بریانیوز سه شنبه ( ۱۷/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د طالبانو حکومت د امو سیند د تېلو د استخراج له چینايي شرکت «افچین» سره ۲۵ کلن تړون لغوه کړی دی
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په وینا، د تړون د لغوه کېدو اصلي لامل د شرکت له لوري د قراردادي ژمنو تکراري نه پوره کول او د ټاکل شوې پانګونې نه ترسره کول دي
د وزارت چارواکي وايي، د تړون له مخې شرکت مکلف و چې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالر او په لومړیو درېیو کلونو کې ټولټال ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي، خو د وزارت په وینا، شرکت خپلې ژمنې په بشپړه توګه نه دي عملي کړې
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې، د قرارداد د څېړلو لپاره ګډه کمېټه جوړه شوې وه. د دې کمېټې له ارزونې وروسته ویل شوي چې شرکت د څاهګانو د کیندنې او اکتشاف، مالي تضمینونو، د افغانانو د ګمارنې او ځینو ټولنیزو او چاپېریالي مسوولیتونو په برخه کې هم خپلې ژمنې نه دي پوره کړې
د امو سیند د تېلو حوزه د افغانستان د شمال په سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې موقعیت لري او د هېواد له مهمو تېللرونکو سیمو څخه ګڼل کېږي
له تړون د لغوه کېدو وروسته په دې حوزه کې د تېلو استخراج هم درول شوی او تر اوسه د نوي شرکت له ټاکل کېدو سره د نوي تړون خبره نه ده شوې
د دې تړون د لغوه کېدو موضوع په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان د طبیعي زېرمو د استخراج او د انرژۍ د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پانګونې راجلبولو هڅې روانې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?