news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

زلمي خلیلزاد: له سعودي شرکت سره د تېلو تړون د افغانستان لپاره لویه اقتصادي لاسته راوړنه ده

زلمي خلیلزاد: له سعودي شرکت سره د تېلو تړون د افغانستان لپاره لویه اقتصادي لاسته راوړنه ده

زلمي خلیلزاد: له سعودي شرکت سره د تېلو تړون د افغانستان لپاره لویه اقتصادي لاسته راوړنه ده

 بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کابل — د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له سعودي شرکت «ډلټا انټرنشنل» سره د افغانستان د تېلو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د هېواد د اقتصاد لپاره مهمه لاسته راوړنه ده

دا تړون د سپټمبر پر ۷مه په کابل کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د «ډلټا انټرنشنل» شرکت ترمنځ لاسلیک شو. د تړون له مخې، شرکت به د افغانستان په لوېدیځ کې د کشک ـ تیرپل د تېلو او ګازو په حوزه کې د اکتشاف او استخراج چارې ترسره کوي

د رسمي معلوماتو له مخې، د پروژې لومړنۍ پانګونه ۲۰۰ میلیونه ډالره ټاکل شوې او د اکتشاف په لومړي پړاو کې به د کشک سیمې د اوو ګازي بلاکونو ارزونه او پراختیا ترسره شي. دغه حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره سیمه رانغاړي

خلیلزاد، چې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د طالبانو د یو شمېر مشرانو ترڅنګ حاضر و، دغه هوکړه د افغانستان د لویو پانګونو د جذب لپاره د چمتووالي نښه بللې ده. نوموړي ویلي چې افغانستان د سترو پانګونو د جذب لپاره چمتو دی او د تړون نهایي کېدل یې د هېواد لپاره مثبت پرمختګ ګڼلی دی

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې پروژې موخه یوازې د تېلو او ګازو استخراج نه دی، بلکې د هېواد د انرژۍ اړتیاوو پوره کول، د کار زمینه برابرول او د طبیعي سرچینو له لارې د اقتصادي ودې پیاوړتیا هم دي

په تړون کې د هرات ښار او صنعتي پارک لپاره د طبیعي ګاز د کارونې د امکان‌سنجۍ او همداراز د شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره ګاز نل‌لیکې د جوړولو د امکان د ارزونې موضوع هم شامله ده

خلیلزاد په داسې حال کې د دې تړون ستاینه کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه ویلي هغه نور د امریکا د حکومت کارکوونکی نه دی او په افغانستان کې د واشنګټن استازیتوب نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د خلیلزاد اوسني فعالیتونه شخصي دي

د سعودي شرکت او طالبانو ترمنځ د دې هوکړې له امله د افغانستان د طبیعي زېرمو د راتلونکي، د بهرنیو پانګونو د پراخېدو او د انرژۍ د کورني تولید په اړه هم تمې زیاتې شوې دي؛ خو د پروژې عملي پایلې به تر ډېره د اکتشاف پایلو، تخنیکي ارزونو او د پانګونې د ژمنو پر عملي کېدو پورې تړلې وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto