د پاکستان پخوانی سفیر: د افغان زدهکړیالانو په اړه دې پرېکړه بیا وکتل شي
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
اسلاماباد — په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د پاکستان له طبي او غاښونو طب شورا غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان زدهکړیالانو د زدهکړو په اړه خپله تازه پرېکړه له سره وڅېړي
منصور احمد خان ویلي، دا پرېکړه باید د بشري ملاحظاتو او د افغانستان او پاکستان د خلکو ترمنځ د تاریخي او تمدني اړیکو په پام کې نیولو سره وارزول شي. نوموړي وړاندیز کړی چې افغان زدهکړیالانو ته دې اجازه ورکړل شي خپلې پاتې زدهکړې بشپړې کړي او له فراغت وروسته دې افغانستان ته ستانه شي
د پاکستان طبي او غاښونو طب شورا تر دې وړاندې طبي پوهنتونونو او کالجونو ته لارښوونه کړې چې په روان ښوونیز کال کې افغان اتباعو ته نوې داخله، انتقال او ځینې نورې زدهکړیزې اسانتیاوې تر بلې خبرتیا پورې ورنه کړي. له هغو افغان زدهکړیالانو څخه چې لا دمخه په طبي او غاښونو طب پروګرامونو کې شامل دي، د بېرته ستنېدو لپاره د اړینو اداري چارو د بشپړولو غوښتنه هم شوې ده
د دې پرېکړې له امله یو شمېر افغان زدهکړیالان اندېښمن دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د خپلو څو کلنو زدهکړو وروستیو پړاوونو ته رسېدلي دي. د زدهکړیالانو استازو ویلي چې له فراغت څخه لږه موده وړاندې له زدهکړو پاتې کېدل کولی شي د هغوی کلونه زحمت او مالي لګښتونه له منځه یوسي
د بښنې نړیوال سازمان هم له پاکستانه غوښتي چې د افغان زدهکړیالانو لپاره یوه بشري او عملي حللاره غوره کړي او هغوی ته، په ځانګړي ډول ښځینه زدهکړیالانو ته، د خپلو زدهکړو د بشپړولو زمینه برابره کړي
د منصور احمد خان وړاندیز دا دی چې د سیاسي او نورو اختلافاتو اغېز باید د هغو افغان ځوانانو پر زدهکړو ونه لګېږي چې د طب او غاښونو طب په برخو کې د مسلکي کېدو لپاره یې کلونه هڅې کړې دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?