news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

تهران: د ایراني تېلو وړونکو بېړیو پر برید به سخت غبرګون وښیو

تهران: د ایراني تېلو وړونکو بېړیو پر برید به سخت غبرګون وښیو

تهران: د ایراني تېلو وړونکو بېړیو پر برید به سخت غبرګون وښیو

 بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

 د ایران د مرکزي خاتم‌الانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري ویلي، امریکا ګواښ کړی چې درې ایراني تېلو وړونکې بېړۍ به په نښه کړي

ذوالفقاري خبرداری ورکړی چې که پر ایراني بېړیو هر ډول برید وشي، د ایران وسله وال ځواکونه به په سیمه کې د امریکا پوځي اډې او ګټې په «سخت ډول» په نښه کړي. دغه څرګندونې د ایران د فارس خبري اژانس له راپور سره سم شوې دي

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د امریکا او ایران ترمنځ سمندري او پوځي ترینګلتیاوې په وروستیو ورځو کې زیاتې شوې دي. د امریکا پوځ تر دې مخکې ویلي وو چې د ایران درې تېلو وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې دي؛ واشنګټن ادعا کړې چې دغه بېړۍ د ایران د سپاه پاسداران د تمویل له یوې شبکې سره تړاو لري

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې دوه بېړۍ له کاره لوېدلې او یوه بله تشه بېړۍ له منځه وړل شوې ده. د امریکا پوځي چارواکو هم خبرداری ورکړی چې که اړتیا وي، د ایران پر تېلو وړونکې بېړیو به نور اقدامات هم وکړي

ایران بیا دغه ډول اقدامات د خپل سمندري تګ راتګ پر وړاندې د امریکا د لاسوهنې په توګه بولي او ټینګار کوي چې د ایراني بېړیو پر وړاندې هر ډول برید به د امریکا د سیمه‌ییزو پوځي اډو او ګټو پر وړاندې د غبرګون لامل شي

د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه تازه ترینګلتیاوې د هرمز تنګي پر امنیت هم مستقیمې اغېزې لري. دغه تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو سمندري مسیرونو څخه دی او د هغې په شاوخوا کې هر ډول اوږدمهاله پوځي نښته کولای شي د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو او د تېلو پر بیو فشار زیات کړي

د وضعیت د لا خرابېدو په صورت کې د سیمې هېوادونه هم له دې اندېښنه لري چې د امریکا او ایران ترمنځ متقابل بریدونه به د سمندري سوداګرۍ او د انرژۍ د نړیوالو اکمالاتو پر وړاندې لا ستر خنډونه رامنځته کړي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto