لوړو زدهکړو وزارت: له بهر څخه راستنېدونکو زدهکړیالانو او استادانو ته د زدهکړو او علمي فعالیتونو زمینه برابروو
لوړو زدهکړو وزارت: له بهر څخه راستنېدونکو زدهکړیالانو او استادانو ته د زدهکړو او علمي فعالیتونو زمینه برابروو
بریانیوز چهارشنبه ( ۱۸/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)
کابل — د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت هغو افغان زدهکړیالانو او استادانو ته د هېواد دننه د زدهکړو او علمي فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړی چې په بهرنیو هېوادونو کې بوخت دي او د جبري ستنېدو له ستونزې سره مخ دي
دغه وزارت په یوه خبرتیا کې ویلي، که افغان زدهکړیالان له بهرنیو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شي، د خپلو پاتې زدهکړو د بشپړولو لپاره به ورته په افغانستان کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي
د وزارت په وینا، هغه استادان چې له بهر څخه بېرته هېواد ته ستنېږي، هم به وکولای شي خپل علمي او مسلکي فعالیتونه په افغانستان کې دوام ورکړي او د تدریس او خدمت زمینه به ورته برابره شي
لوړو زدهکړو وزارت ویلي چې د راستنېدونکو زدهکړیالانو تحصیلي ستونزې به وارزول شي او د هغوی د زدهکړو د دوام لپاره به د امکان تر کچې لازمې لارې چارې برابرې شي
د دغه وزارت په وروستیو څرګندونو کې هم د بهرنیو بورسونو څخه د بېرته راستنېدونکو محصلانو د پاتې تحصیلي چارو د بشپړولو موضوع مطرح شوې او د هغوی د ستونزو د حل لپاره د لارو چارو پر موندلو ټینګار شوی دی
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د هېواد د علمي کادرونو پیاوړتیا او د متخصصو ځوانانو روزنه د افغانستان د لوړو زدهکړو له مهمو موخو څخه ده. د وزارت په وروستیو څرګندونو کې هم د ماسټرۍ او دوکتورا د نویو پروګرامونو د پراختیا هدف د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول بلل شوی دی
د وزارت دا ژمنه په داسې مهال کېږي چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر افغان زدهکړیالان او استادان د جبري ستنېدو له امله د خپلو زدهکړو او علمي فعالیتونو د راتلونکي په اړه له اندېښنو سره مخ دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?