news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

اوکراین: په جګړه کې د روسیې پوځي تلفات له ۱.۵ میلیونو اوښتي

اوکراین: په جګړه کې د روسیې پوځي تلفات له ۱.۵ میلیونو اوښتي

اوکراین: په جګړه کې د روسیې پوځي تلفات له ۱.۵ میلیونو اوښتي

 بریانیوز پنجشنبه ( ۱۹/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش)

کییف — د اوکراین د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز وايي، په اوکراین کې د روسیې د پوځ ټول تلفات له ۱.۵ میلیونو وژل شویو او ټپیانو اوښتي دي

د اوکراین د لوی درستیز د معلوماتو له مخې، د روسیې د پوځ د پرسونل تلفات تر اوسه شاوخوا ۱ میلیون او ۵۰۰ زره کسانو ته رسېدلي دي. د اوکراین چارواکي دغه شمېر د روسیې د پوځ د وژل شویو او ټپیانو ګډه شمېره بولي

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې دغه پوځي تلفات د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د دغه هېواد په مهمو پوځي شخړو کې بې‌ساري کچې ته رسېدلي دي

د اوکراین د لوري په وینا، د روسیې تلفات د شوروي اتحاد د افغانستان د نږدې لس کلنې جګړې له رسمي تلفاتو څو برابره لوړ دي او د چیچنیا د دوو جګړو له رسمي تلفاتو هم ډېر زیات دي

خو د روسیې د پوځ د تلفاتو د دقیقې شمېرې په اړه خپلواکه تایید لا هم ستونزمن دی. د اوکراین د لوی درستیز وړاندې کړې شمېره د جګړې د یوه ښکېل لوري معلومات دي او مسکو د دغو شمېرو په اړه بېلابېل دریځونه لري

د جګړې په دوام سره د دواړو هېوادونو ترمنځ بریدونه هم روان دي. د وروستیو ورځو په ترڅ کې روسي ځواکونو پر کییف او د اوکراین پر نورو سیمو پراخ هوايي بریدونه کړي، په داسې حال کې چې اوکراین هم د روسیې پر پوځي او انرژۍ تاسیساتو د اوږد واټن بریدونو ته دوام ورکړی دی

د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکراین ترمنځ د خبرو د بیا پیل هڅې هم روانې دي، خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto