یونیسف: د بحرانونو له رامنځته کېدو مخکې چټک اقدام د افغانستان د خلکو مقاومت پیاوړی کوي
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق استازي تاجالدین اویوالې ویلي، د بحرانونو له رامنځته کېدو مخکې د وخت پر بنسټ اقدامات کولی شي د خلکو د مقاومت د پیاوړتیا او د احتمالي زیانونو د کمولو لپاره مهم رول ولري
نوموړي د نړیوال اغېز د ارزونې په یوه ناسته کې په افغانستان کې د یونیسف د مخکیني اقدام تجربې شریکې کړې او ویې ویل، د شواهدو پر بنسټ د خطرونو ارزول او له بحرانونو مخکې د اړینو اقداماتو ترسره کول کولی شي د بېړنیو حالاتو پر وړاندې د ټولنو چمتووالی زیات کړي
اویوالې ټینګار کړی چې د بحرانونو تر رامنځته کېدو مخکې د مرستو لپاره د مالي سرچینو له مخکې برابرول او د سیمې د خلکو او ادارو د وړتیاوو پیاوړتیا د اغېزمن غبرګون لپاره مهم دي
د هغه په وینا، که د احتمالي بحرانونو نښې له مخکې وپېژندل شي او لازمې سرچینې او پلانونه ورته چمتو وي، نو د زیانمنو خلکو لپاره به د اړتیا پر وخت د مرستو رسول چټک او اغېزمن شي
هغه زیاته کړې چې د افغانستان تجربه ښيي، د ټولنو د سیمهییزو وړتیاوو پیاوړتیا او د شواهدو پر بنسټ مخکې له مخکې اقدام کول د اوږدمهاله مقاومت په رامنځته کولو کې مهمه ونډه لري
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1836
-
اخبار افغانستان
965
-
مقاله
773
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl