واشنګټن : امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا د امنیتي ګواښونو پر ګډ خبرداري میکانیزم خبرې کوي
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وايي، امریکا او چین د داسې یوه ګډ میکانیزم پر جوړولو خبرې کړې دي چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا له امله د رامنځته کېدونکو احتمالي ملي امنیتي ګواښونو په اړه یو بل ته معلومات او خبرداری ورکوي
بېسېنټ ویلي، د دې طرحې موخه دا ده چې واشنګټن او بیجینګ د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختګ له امله د خپلو ملي امنیتي اندېښنو په اړه د معلوماتو د شریکولو لپاره د اړیکو یوه ځانګړې لاره ولري
د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه هڅه کوي د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ له احتمالي خطرونو سره د مقابلې لپاره د خبرو اترو او همغږۍ زمینه پراخه کړي
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختللو ټکنالوژیو، اقتصادي سیالۍ او ملي امنیت په برخو کې له یو بل سره د پام وړ سیالي لري
د احتمالي ګډ میکانیزم د جوړېدو په اړه لا تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا د دې طرحې د عملي کېدو کره نېټه او بشپړ جزیات نه دي اعلان شوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1835
-
اخبار افغانستان
964
-
مقاله
771
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl