سپاه پاسداران ویاند : ایران امریکا ته خبرداری: که برید وشي، نوې وسلې به وکاروو
(بریانیوز سه شنبه (۳۱/ سنبله /۱۴۰۵هـ.ش
د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي امریکا ته خبرداری ورکړی چې که پر ایران نوی برید ترسره شي، تهران به د جګړې په ځواب کې له هغو وسلو کار واخلي چې تر اوسه یې نه دي کارولي
نوموړي ویلي، ایران داسې نوې وسلې او پوځي وړتیاوې چمتو کړې دي چې د ده په وینا، په راتلونکي احتمالي برید کې به یې کارول د جګړې بڼه او جغرافیه بدله کړي
محبي، پرته له دې چې د دغو وسلو په اړه جزیات وړاندې کړي، ویلي چې د امریکا د نوي برید په صورت کې به ایران داسې ځواب ورکړي چې نړۍ به یې له لیدلو حیرانه شي
هغه زیاته کړې، د ایران په احتمالي ځواب کې به هغه سیمې هم په نښه شي چې تر اوسه د جګړې له مستقیمو بریدونو خوندي پاتې شوې دي
د سپاه پاسداران ویاند دغه نوې پوځي وړتیاوې د ایران «ستراتېژیکې وسلې» بللې او ویلي یې دي چې د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده وشي
د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا دوام لري او د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي پوځي اقداماتو په اړه ګواښونه او خبرداري زیات شوي دي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1835
-
اخبار افغانستان
964
-
مقاله
771
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl