news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نیویارک : د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ګډون غوښتنه

نیویارک : د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ګډون غوښتنه

نیویارک : د ملګرو ملتونو په غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ګډون غوښتنه

(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

  د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ملاتړ او د هېواد د راتلونکي په تړلو بهیرونو کې د هغوی د ګډون پر اهمیت ټینګار وشو

د غونډې ګډونوالو وویل، د افغانستان د راتلونکي په اړه هر ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحث باید د افغان ښځو او نجونو غږ او لیدلوری هم پکې شامل کړي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره پر یوې هر اړخیزې او همغږې تګلارې ټینګار وکړ. نوموړي وویل، بشري حقونه باید د افغانستان په اړه د بشري مرستو او نورو اړوندو بحثونو یوه نه بېلېدونکې برخه وي

هغه په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په اشارې وویل، د بشري حقونو موضوع باید د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو په مرکز کې پاتې شي

په همدې حال کې، د ښځو او نجونو لپاره د بریتانیا ځانګړې استازې بارونس هریټ هارمن د افغانستان د سولې، ثبات او پراختیا په بهیرونو کې د ښځو د ونډې پر ارزښت ټینګار وکړ

هغې وویل، افغان ښځې او نجونې باید وکولای شي په هغو پرېکړو کې فعاله ونډه ولري چې د افغانستان او د دوی راتلونکی ټاکي، او د سولې او ثبات لپاره هره تلپاتې لاره باید د ښځو ګډون، مشرتابه او لیدلوری په پام کې ونیسي

د اسپانیا د بهرنیو او نړیوالو چارو د دولت وزیر دیه‌ګو مارتینز بلو هم وویل چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه خپلې هڅې او تګلارې کمزورې نه کړي

بلخوا، د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې هلن مک‌انټي په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د باوري بنسټونو له لارې یې اړمنو خلکو ته د مرستو د رسولو پر دوام ټینګار وکړ

هغې وویل، په افغانستان کې میلیونونه کسان له بشري اړتیاوو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د دې غونډې د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې د ښځو حقونه د اسلامي احکامو په چوکاټ کې خوندي دي

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د څنډې غونډه په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون موضوع لا هم د افغانستان په اړه د نړیوالو بحثونو له مهمو برخو څخه ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto