خوړو نړیوال پروګرام : په یمن کې د خوړو بحران ژورېږي؛ له ۱۸ میلیونو ډېر کسان له لوږې سره مخ دي
خوړو نړیوال پروګرام : په یمن کې د خوړو بحران ژورېږي؛ له ۱۸ میلیونو ډېر کسان له لوږې سره مخ دي
(بریانیوز چهار شنبه (۱/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
په یمن کې د روانو نښتو او بېځایه کېدو د زیاتېدو ترڅنګ، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې د خوړو بحران لا پسې ژور شوی او میلیونونه کسان د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، په یمن کې له ۱۸ میلیونو ډېر کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي، په داسې حال کې چې نږدې ۲.۲ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ کړېږي
د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تر اوسه یې نږدې ۶۰ زره کسانو ته ګرم خواړه او خوراکي توکي رسولي او هڅې روانې دي چې د اړتیا وړ مرستې سلګونو زرو نورو زیانمنو کسانو ته هم ورسول شي
د دغه پروګرام د اجرائیوي مدیریت سرپرست کارل سکاو ویلي، د یمن شاوخوا ۹۰ سلنه خوراکي توکي له بهر څخه واردېږي؛ له همدې امله د بندرونو او هوايي ډګرونو په فعالیت کې هر ډول خنډ د خلکو پر خوراکي خوندیتوب مستقیم اغېز کوي
نوموړي ټینګار کړی چې د خوراکي توکو د رسولو د لارو پرانیستې پاتې کېدل او اړمنو سیمو ته د بشري مرستو رسېدل د بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره مهم دي
په یمن کې د جګړو، اقتصادي ستونزو او د خلکو د بېځایه کېدو دوام د دغه هېواد بشري وضعیت لا پېچلی کړی او د خوراکي مرستو اړتیا یې په بېساري ډول زیاته کړې ده
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1836
-
اخبار افغانستان
965
-
مقاله
773
-
سیاست
356
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl