د طالبانو وسله والو کسانو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کور یرغل کړی او هغه کسان یې له سیمې تیت کړي چې د نوموړي د لیدو لپاره ورغلي وو.
بریانیوز- چهارشنبه، ١ میزان ١٤٠٥
یو باوري سرچینې وايي، د چهارشنبې په سهار، د میزان په لومړۍ نېټه، د طالبانو یو شمېر وسله وال کسان د حامد کرزي استوګنې ځای ته ورغلي او د هغه هغو مېلمنو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د پخواني ولسمشر د لیدو لپاره ورغلي وو.
د سرچینو په وینا، په دغو کسانو کې یو شمېر قومي مشران هم شامل وو چې د حامد کرزي لیدو ته ورغلي وو، خو د طالبانو ځواکونو له هغوی سره «بېاحترامي» کړې او د لیدنې مخه یې نیولې ده.
ویل کېږي، ځینو کسانو د طالبانو د دې چلند په وړاندې اعتراض هم کړی او له هغوی یې غوښتي چې اجازه ورکړي د پخواني ولسمشر لیدو ته ورشي، خو وسله والو طالبانو هغوی له سیمې تیت کړي دي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول نه دي ویلي چې د حامد کرزي پر کور د خپلو ځواکونو د ورتګ او د هغه د مېلمنو د لیدنې د مخنیوي دلیل څه و. دا هم روښانه نه ده چې دغه اقدام د کوم طالب چارواکي په امر شوی دی.
یوې سرچینې ادعا کړې چې دغه محدودیتونه ښايي د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه د حامد کرزي د وروستیو څرګندونو او دریځونو سره تړاو ولري.
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1839
-
اخبار افغانستان
967
-
مقاله
774
-
سیاست
357
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl