news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

نامتو فوټبالر : سادیو مانې خپل پلرني کلي کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امونو ستر بڼ جوړوي

نامتو فوټبالر : سادیو مانې خپل پلرني کلي کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امونو ستر بڼ جوړوي

نامتو فوټبالر : سادیو مانې خپل پلرني کلي کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د امونو ستر بڼ جوړوي

(بریانیوزدو شنبه (۶/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

د سینیګال نامتو فوټبالر سادیو مانې پرېکړه کړې چې په خپل پلرني کلي کې د ۵۰۰ هکټاره ځمکې پر سر د امونو ستر بڼ جوړ کړي، چې د بشپړېدو وروسته به زرګونو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي

د معلوماتو له مخې، په دغه بڼ کې به شاوخوا ۷۸ زره د امونو نیالګي کېنول شي او تمه ده چې د درېیو کلونو په موده کې حاصل ته ورسېږي. د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۲۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی

د پروژې ترڅنګ به د امونو د ساتنې او پروسس لپاره ځانګړي مرکزونه او فابریکې هم جوړې شي. په دغو فابریکو کې به له امونو څخه جوس، مربا او نور خوراکي محصولات تولیدېږي

د دې پروژې موخه یوازې د کرنې پراختیا نه ده، بلکې د ځايي خلکو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول، د کرنیزو محصولاتو پروسس او د سیمې اقتصادي فعالیتونو پیاوړي کول هم بلل شوي دي.، چې د سینیګال له مشهورو فوټبالرانو څخه دی، له دې وړاندې هم په خپل هېواد کې د ښوونیزو، روغتیايي او ټولنیزو پروژو په جوړولو کې ونډه اخیستې ده

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto