news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

حبیب‌الرحمن حکمتیار: بینن سیوان د تیزاب‌پاشۍ په اړه بې‌اساسه ادعاوې تکراروي

حبیب‌الرحمن حکمتیار: بینن سیوان د تیزاب‌پاشۍ په اړه بې‌اساسه ادعاوې تکراروي

د حزب اسلامي له مطرح څېرو حبیب‌الرحمن حکمتیار د بینن سیوان د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه له څرګندونو څخه د ډاکټر نجیب‌الله د حکومت د سقوط په اړه له نیوکې تېرېږي، خو د نوموړي له لوري د نجونو پر وړاندې د تیزاب‌پاشۍ په اړه شوې څرګندونې یې «شرموونکې» بللې دي.

بریانیوز- چهارشنبه، ٨ میزان ١٤٠٥

حکمتیار لیکلي: «ما د ښاغلي بینن سیوان خبرې اورېدلې. د ډاکټر نجیب د حکومت د سقوط په اړه د هغه د څرګندونو له نقد څخه تېرېږم. زموږ باور دا دی چې سي‌آی‌اې او کې‌جي‌بي په ګډه د هغه کودتا په اړه پرېکړه کړې وه. خو هغه طرحه چې نوموړي په هغه وخت کې شخصاً ملاتړ ترې کاوه، له کمونیستانو سره د یوه ائتلافي حکومت جوړول وو. هغه د ظاهرشاه په مشرۍ د حکومت ملاتړ هم کاوه او دا یې د حل لاره بلله.

خو وروسته د هغه په تګلاره کې بدلون راغی او د یوه موقت او بې‌طرفه حکومت د جوړولو ملاتړ یې وکړ، څو د ټاکنو لپاره زمینه برابره شي. په حقیقت کې دا هماغه طرحه وه چې حزب اسلامي وړاندې کړې وه. په هر حال، دا طرحه د سي‌آی‌اې او کې‌جي‌بي له لوري له ماتې سره مخ شوه.

خو هغه څه چې نوموړي وروسته د نجونو پر مخ د تیزاب‌پاشۍ په اړه وویل، ډېر د شرم وړ دي. هغه څوک چې په هغه وخت کې یې داسې مقام او مسئولیت درلود، نن د کوڅې او بازار د فحاشانو بې‌ځایه او بې‌اساسه خبرې تکراروي؛ دا واقعاً انسان ناهیلی کوي.

ښاغلی حکمتیار لیکی؛ پوښتنه دا ده چې هغه ښځه چې ادعا کېږي پر هغې تیزاب پاشل شوی، دا پېښه دقیقاً په کومه ورځ، میاشت او کال کې شوې ده؟ ایا هغې خور، ورور، پلار، مور، کاکا، د کورنۍ نور غړي او ګاونډیان نه لرل؟ ولې له هغوی څخه هېڅوک د دې پېښې په اړه خبرې نه دي کړي؟

ښاغلی حکمتیار  زیاتوی؛ یوه مشخصه پېښه شته چې د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د یوه هراتي کس له خوا رامنځته شوې وه. نوموړی د یوې ښځې پر پښو د تیزاب اچولو له امله ونیول شو او زنداني شو. دا پېښه هغه مهال په رسنیو او خبرونو کې هم خپره شوې وه. هغه ښځه هم د کورنۍ غړي او دوستان لري چې د پېښې په اړه شهادت ورکولی شي او د هماغې دورې خبرونه او راپورونه هم د اسنادو په توګه څېړل کېدای شي.

خو کلونه وروسته کمونیستانو یوه دروغجنه ادعا مطرح کړه. له بده مرغه، نن حتی بینن سیوان هم هماغه دروغ تکراروي او نشخواروي، پرته له دې چې د خپلې ادعا لپاره کوم مشخص سند او مدرک وړاندې کړي.»

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto