مکې دفاعي غونډه : سعودي، پاکستان او ترکیې د مکې دفاعي ایتلاف بېړنۍ غونډه وکړه
(بریانیوز سه شنبه (۱۳/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د مکې دفاعي ایتلاف د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې بېړنۍ غونډه وکړه او پر سعودي عربستان، مکې او مدینې د وروستیو بریدونو هڅې یې په کلکه وغندلې
په غونډه کې د پاکستان متقاعد ډګر جنرال نعمان محمود د مکې دفاعي ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه وټاکل شو. نوموړی به د درېیو کلونو لپاره د ایتلاف مشري پر غاړه ولري
درې واړو هېوادونو د ګډې دفاع پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د هر غړي هېواد امنیت د درې واړو هېوادونو د ګډ امنیت برخه ده
د ایتلاف کمېټې پرېکړه کړې چې د ګډې دفاع ژمنې دې سمدستي عملي شي او د اړتیا وړ پوځي ځواکونو او وړتیاوو د چټک ځای پر ځای کولو لپاره دې لازم اقدامات ترسره شي. د ګډې اعلامیې له مخې، دا اقدامات به د درې واړو هېوادونو د ملي قوانینو او له مخکې تصویب شویو ترتیباتو له مخې ترسره کېږي
د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې استازو همداراز ویلي چې د یو بل د امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ته ژمن دي او د سیمهییزو ګواښونو پر وړاندې به ګډ اقدامات کوي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1879
-
اخبار افغانستان
1000
-
مقاله
803
-
سیاست
379
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl