نوي ډیلي/ مسکو: هند او روسیې د افغانستان او پاکستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې
(بریانیو جمعه (۲۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
هند او روسیې په نوي ډیلي کې د افغانستان او پاکستان په اړه د امنیتي خبرو اووم پړاو ترسره کړی، چې پکې د سیمې پر امنیتي بدلونونو او د نړیوال امنیت لپاره د هغو پر اغېزو بحث شوی دی
دغه غونډه د هند د ملي امنیت د سلاکار مرستیال پاوان کاپور او د روسیې د امنیت شورا د منشي مرستیال الکساندر وندیکتوف په ګډه مشري ترسره شوې ده
د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دواړو لورو د ګډو ګټو پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان اړوند امنیتي بدلونونو، د نظرونو تبادله کړې ده. هغوی د هند او روسیې ترمنځ د ځانګړې او ممتازې ستراتیژیکې ملګرتیا په چوکاټ کې د روانې همکارۍ پر پیاوړتیا هم ټینګار کړی دی
د راپور له مخې، الکساندر وندیکتوف د خپل سفر په ترڅ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم لیدلي دي
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د افغانستان او پاکستان امنیتي وضعیت د سیمې د هېوادونو لپاره د بحث مهمه موضوع ده او هند او روسیه هڅه کوي د خپلو ستراتیژیکو اړیکو په چوکاټ کې د ګډو امنیتي اندېښنو په اړه همغږي پیاوړې کړي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?
اخبار مرتبط
به قهرمان رای دهید
آخرین اخبار
آخرین اخبار را دریافت کنید
برای دریافت آخرین اخبار و بهروزرسانیهای اختصاصی، در خبرنامه ما مشترک شوید.
برترین دسته ها
-
اخبار جهان
1921
-
اخبار افغانستان
1032
-
مقاله
814
-
سیاست
391
نظر اخیر
-
توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA
kcZRtHeWrgoWMTIL
-
توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ
GBWGKEROsZZqoosN
-
توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF
mBQzzewrmjOEHCuhl