news اخبار فوری
clock
اپلیکیشن ما را دانلود کنید با اپلیکیشن موبایل ما در هر جایی بخوانید
به زودی

د پاکستان پارلمان : د خیبر پښتونخوا د بېړني وضعیت په ملاتړ پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل

د پاکستان پارلمان  : د خیبر پښتونخوا د بېړني وضعیت په ملاتړ پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل

د پاکستان پارلمان  : د خیبر پښتونخوا د بېړني وضعیت په ملاتړ پرېکړه‌لیکونه تصویب کړل

(بریانیو جمعه (۲۴/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد ملي شورا او مشرانو جرګې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني وضعیت د اعلان په ملاتړ پرېکړه‌لیکونه د اکثریت رایو په ترلاسه کولو تصویب کړي دي

 د پاکستان حکومت غواړي په یوه ګډه پارلماني غونډه کې د استازو ملاتړ ترلاسه کړي، څو په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني ټینګه او د حکومتولۍ واکونه د والي تر ادارې لاندې راشي

دا موضوع په داسې حال کې مطرح کېږي چې په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي وضعیت او د صوبې د حکومتولۍ پر څرنګوالي بحثونه روان دي. د یاد اقدام د عملي کېدو لپاره د پارلمان په ګډه غونډه کې د استازو تایید مهم بلل کېږي

که حکومت د استازو ملاتړ ترلاسه کړي، په صوبه کې به د واک او ادارې په جوړښت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي؛ خو د دې اقدام د عملي کېدو څرنګوالی به د پارلماني بهیر او اړوندو قانوني پړاوونو پورې تړلی وي

برای نظر دادن باید ثبت‌نام کرده یا وارد شده باشید ورود?

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto