د اکتوبر ۱۷مه : د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ په نړۍ کې له ۲.۸ میلیارده ډېر کسان د نامناسبو استوګنځایونو له ستونزې سره مخ دي
د اکتوبر ۱۷مه : د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ په نړۍ کې له ۲.۸ میلیارده ډېر کسان د نامناسبو استوګنځایونو له ستونزې سره مخ دي
(بریانیو شنبه (۲۵/ میزان /۱۴۰۵هـ.ش
نن د اکتوبر ۱۷مه، د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. سږ کال دغه ورځ د «ټولو لپاره خوندي کورونه» تر شعار لاندې نمانځل کېږي، څو د خوندي او مناسبو استوګنځایونو پر ارزښت او د هر انسان د حقونو او انساني کرامت پر خوندیتوب ټینګار وشي
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ټوله نړۍ کې له ۲.۸ میلیارده ډېر کسان د استوګنې له نامناسبو شرایطو سره مخ دي. په دغو کسانو کې بېوزله خلک تر ټولو ډېر زیان ویني او د خوندي کور، مناسبو اسانتیاوو او باعزته ژوند له فرصتونو بېبرخې پاتې کېږي
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د بېوزلۍ له منځه وړل یوازې د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو پورې محدود نه دي، بلکې د بشري حقونو د تأمین، انساني کرامت د ساتنې او د سولې د ټینګښت لپاره هم بنسټیز اهمیت لري. خوندي او مناسب کور د انسان له اساسي اړتیاوو څخه دی او د بېوزلۍ د کمولو په هڅو کې مهم رول لري
دا نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې افغانستان هم د بېوزلۍ او خوراکي ناامنۍ له جدي ستونزو سره مخ دی. د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي یان اېګلنډ تازه خبرداری ورکړی چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان درېیمه برخه وګړي له لوږې سره مخ شي
دغه خبرداری د افغانستان د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنې زیاتوي؛ په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د ژمي په رارسېدو سره د بېوزلو کورنیو اړتیاوې زیاتېږي او د خوراکي توکو او مناسب سرپناه برابرول ورته لا ستونزمنېږي
برای نظر دادن باید ثبتنام کرده یا وارد شده باشید ورود?