پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په هېڅ شرایطو نه درېږي؛ اسلامآباد له «بېاستثنا» پالیسۍ دفاع کوي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي یو ځل بیا په خورا سختو څرګندونو ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د افغان ناقانونه کډوالو شتون نور پایته رسېدلی او د هغوی د ایستلو لړۍ به په ټوله پاکستان کې په «یو ډول او بېله استثنا» روانه وي. هغه خبرداری ورکړی چې هر هغه افغان چې بېرته په ناقانونه ډول د پاکستان خاورې ته ننوځي، نیول کېږي او قانوني سزا به ویني
مهمانۍ پای ته رسېدلې ده
نقوي د خپلو څرګندونو په دوام کې ویلي چې افغانان د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان «مهمانان» وو، خو اوس—د هغه په وینا—دا دوره ختمه شوې او هر کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. هغه ټینګار کړی چې هېڅ ایالت، صوبه او سیمه حق نه لري ځانګړې یا خپلسره امنیتي تګلاره عملي کړي، بلکې ټول باید د فدرالي حکومت له عمومي پلان سره سم عمل وکړي
شنونکي وایي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وروستي څرګندونې د دې هېواد د کډوالۍ په سیاست کې د سختدریځۍ نوی پړاو څرګندوي
کمپونه «غیرقانوني» اعلان شول؛ سلګونه زره افغانان د بېسرنوشته راتلونکي سره مخ
اسلامآباد له دې وړاندې اعلان کړی و چې ټول د افغان کډوالو کمپونه په دغه هېواد کې «غیرقانوني» ګڼل کېږي او حکومت نور د هغوی فعالیت نه مني. د دې پرېکړې په پایله کې په لسګونو زره افغان کورنۍ د ناڅرګند برخلیک او جدي بشري ستونزو سره مخ شوې دي
بشري بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ژمي په سړې هوا کې د بېځایه شویو افغانانو ناڅرګند وضعیت د یوې لویې انساني فاجعې بڼه خپلولای شي
د دوه هېوادونو اړیکو ته نوره ترخه فضا
د پاکستان له لوري د کډوالو دا پراخه ایستنه نه یوازې په کور دننه غبرګونونه راپارولي، بلکې د کابل او اسلامآباد اړیکو ته یې هم یو ځل بیا کړکېچ اړولی دی. افغان چارواکي د پاکستان دا اقدام غیرانساني بولي، خو پاکستان وایي چې ملي امنیت یې د دې پریکړې اساسي دلیل دی
د تحلیلګرو په باور، د کډوالو د ایستلو دوام کولی شي د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې نوره هم ترینګلې کړي او په سیمه کې د بېباورۍ فضا لا پسې زیاته کړي