د تاجیکستان د سُغد په کان کې د افغان کارګرانو وروستۍ مرګونې پېښه یوازې یوه «حادثه» نه وه، بلکې د یوې اوږدمهاله او ژورې ستونزې ــ د افغان کارګرانو د سیستماتیک استثمار، د فساد د پراخوالي، او د ایمني د اصولو د دوامدارې سرغړونې ــ څرګنده بڼه ده. دا څرګندونې په یوه تازه تحقیقي راپور کې شوې دي چې د سیمې د کارګرانو د وضعیت پر اړه څېړنې ترسره کوي
پېښه تصادفي نه وه؛ له دوو میاشتو مخکې خبرداری ورکړل شوی و
راپور ښيي چې د کان په داخل کې د میتان ګاز اندازه په خطرناک ډول زیاته شوې وه او د تخنیکي متخصصینو لخوا د چاودنې د احتمالي خطر په اړه لیکلي خبرداری ثبت شوی و. سره له دې چې دا خطر جدي بلل شوی و، د کان فعالیت د مدیریت په امر په هماغه حالت کې دوام موندلی
یوه تخنیکي سرچینه په رپوټ کې وایي:
د میتان غلظت تر معیاري اندازې څو چنده لوړه وه، موږ د کار درولو سپارښتنه کړې وه، خو مدیریت د تولید د کمېدو له ویري زموږ خبرې جدي ونه ګڼلې
مدیریت د قدرتي کړیو تر ولکې لاندې
په راپور کې ویل شوي چې د کان اداره د تاجیکستان د نفوذ لرونکو کړیو تر مستقیم کنټرول لاندې ده، او د هر ډول ستونزو د پټولو او ډاکومینټونو د بدلولو صلاحیت لري. د همدې قدرتي اړیکو له امله هېڅ چارواکی د دې پېښو جدي څېړنه نه کوي او زیاتره وخت د کارګرانو ژوند د قربانۍ په توګه کارول کېږي
افغان کارګران، د حقونو له هرې اساسي برخې بېبرخې
تحقیق په ډاګه کوي چې لسګونه افغان کارګران په دغه کانونو کې د درنو، خطرناکو او اوږدو ساعتونو د کار باوجود له بنسټیزو حقونو بیخي بېبرخې دي:
نه د روغتیا بیمه لري
نه غرامت ورکول کېږي
نه رخصتي لري
نه د معاش ثابت مهالویش شته
او ډېری وخت یې معاشونه په میاشتونو ځنډول کېږي
یوه افغان کارګر چې نوم یې نه دی څرګند شوی وايي:
موږ له سهاره تر ماښامه د ځمکې لاندې کار کوو. نه د امنیت وسایل شته، نه بیمه. که څوک مړ شي یا ټپي شي، د هغه کورنۍ په بشپړه توګه یوازې پاتې کېږي
د استثمار ژوره شبکه
راپور زیاتوي چې افغان کارګرانو ته ډېری وخت د قرارداد حق نه ورکول کېږي، هغوی د منځګړو کسانو له لارې ګمارل کېږي، او د معاش یوه برخه د همدغو منځګړو او ځايي چارواکو جېبونو ته ځي. دا شبکه د بېوزلۍ، مجبوریت او د قانوني اسنادو نشتوالي ناوړه ګټه پورته کوي
غږونه د عدالت غوښتنه کوي
د پېښې له رسوایۍ وروسته، د بشري حقونو ځینې بنسټونه غوښتنه کوي چې د دې کان فعالیت د یوې بشپړې او شفافې څېړنې لپاره ودرول شي، د وژل شویو کارګرانو کورنیو ته غرامت ورکړل شي، او د بهرنیو کارګرانو د کاري شرایطو اصلاح د حکومت د جدي مسؤلیت په توګه وپېژندل شي