د سیګار نوي راپور؛ په افغانستان کې د امریکا د ۱۴۸ میلیارد ډالرو سترو لګښتونو ناکامه پایله
د امریکا د „افغانستان د بیارغونې ځانګړي سرمفتش“ یا سیګار ادارې په تازه راپور کې ویل شوي چې متحده ایالاتو د شل کلنې جګړې او حضور پر مهال په افغانستان کې له ۱۴۸ میلیارده ډالرو ډېر لګښت کړی، خو د دې پیسو ډېری برخه د ستراتیژیکو تېروتنو، بېپلانۍ او فساد له امله خپلو موخو ته و نه رسېده
۶۰ سلنه بودیجه امنیتي پروګرامونو ته تللې وه
په راپور کې راغلي چې د دې بودجې شاوخوا ۶۰ سلنه یوازې د افغانستان د امنیتي ځواکونو په پروګرامونو لګول شوې وه. دا پکې شامل وو:
د نظامي تجهیزاتو پیرود
د زغرهوالو موټرو او الوتکو برابرول
د روزنې پروګرامونه
د ځانګړو ځواکونو تمویل
استخباراتي او لوژستیکي ملاتړ
سره له دې چې د امریکا په وینا، دغه پانګونه باید د اردو او پولیسو د یوه قوي، دوامدار او مسلکي جوړښت سبب شوې وای، سیګار لیکي چې دغه جوړښت د طالبانو په وړاندې ونه درېده او په څو اونیو کې ونړېد
د تجهیزاتو لویه برخه د طالبانو لاس ته ولوېده
راپور وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د سقوط په جریان کې د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې ګڼې الوتکې، زغرهوال موټر، سپکې او درنې وسلې او د مخابراتو وسایل د طالبانو لاس ته ورغلل. سیګار دا وضعیت «د ستراتیژیکې څارنې ناکامي بللې ده
یوې برخې کې راغلي:
«واشنګټن میلیاردونه ډالر په داسې امنیتي ځواکونو ولګول چې د خپل جوړښت بنسټ یې د بهرنیو ځواکونو په شتون پورې تړلی و؛ کله چې دا ملاتړ پای ته ورسېد، ټول سیستم په څو ورځو کې ونړېد
د ناکامۍ عوامل: فاسد نظام، بېثباته ستراتیژي او د واقعیتونو ناسم درک
سیګار زیاتوي چې د امریکا پروژې د افغانستان د سیاسي واقعیتونو له درک پرته طرحه شوې وې. په راپور کې درې اصلي ستونزې یاد شوي دي:
فاحش فساد او د مالي مرستو د څار کمښت
په سلګونو میلیونه ډالر بېمسؤولي مصرف، اختلاس او خیالي پروژو ته ورکړل شوي وو
د امریکا متضاد سیاستونه او د موخو بدلېدونکی تعریف
واشنګټن د جګړې، ملتسازی، امنیتي روزنې او بیا د ناڅاپي وتلو پر منځ لاره بدله کړه
د افغاني امنیتي ځواکونو مصنوعي جوړښت
جوړښت دومره په بهرنیو تمویل او هوايي ملاتړ تړلی و چې د خپلواک فعالیت توان یې نه درلود
د امریکا د لویې ناکامۍ رسمي اعتراف
په راپور کې په ښکاره توګه راغلي چې د امریکا شل کلن پروګرام د یوې نظامي، سیاسي او اداري ناکامۍ په توګه پای ته ورسېد. په پای کې ویل کېږي چې:
تر ۱۴۸ میلیارده ډالرو ډېره پانګونه هغه مهال ارزښت لري چې د دوامدارې سولې، خپلواک امنیتي سیستم او قانوني ثبات سبب شي؛ مګر دا اهداف ترلاسه نشول