news اخبار فوری
clock

په بریتانیا کې د اسلام قبلولو زیاتوالی؛ د غزې د جګړې له سیوري لاندې نوې څېړنه د پام وړ بدلون ښيي

په بریتانیا کې د اسلام قبلولو زیاتوالی؛ د غزې د جګړې له سیوري لاندې نوې څېړنه د پام وړ بدلون ښيي

په داسې حال کې چې د غزې جګړه لاهم د نړۍ احساسات ژوندي ساتي، د بریتانیا په ټولنه کې یو بل مهم تحول روان دی؛ د نوې څېړنې له مخې د دې هېواد په لسګونو ښارونو کې د اسلام قبلولو کچه په بې‌ ساري ډول لوړه شوې ده. دغه څېړنه، چې د بریتانیا د ټیلیګراف ورځپاڼې لخوا راپور شوې، ښيي چې په ځانګړي ډول ځوان بریتانیایان د غزې د جګړې له پیل وروسته اسلام ته د نوې تجربې، عدالت غوښتنې او اخلاقي ارزښتونو له زاویې ګوري

اسلام د عدالت، وقار او انساني کرامت دین دی

څېړنه څرګندوي چې ډېری نوو مسلمانو د غزې جګړې پر مهال د فلسطیني ملکي کسانو د وضعیت د نندارې وروسته اسلام ته د بدلون لاره خپله کړې ده. هغوی وايي چې اسلامي ښوونې د عدالت، د مظلوم ملاتړ، او اخلاقي مسؤولیت په اړه داسې روښانه دریځ لري چې په درنو شرایطو کې یې زړونه ورباندې اغېزمن شوي

یوه بریتانیايي ښځه چې تازه یې اسلام قبول کړی وايي:

ما د مسلمانانو د صبر، همدردۍ او اخلاقو په اړه ډېر څه واورېدل او ولوستل. دغې جګړې راته وښوده چې دین باید د ظلم پر وړاندې ولاړ وي، نه د شخصي ګټو وسیله

 اسلام په آزادو ټولنو کې د انتخاب، نه د اجبار نتیجه

راپور په دې هم ټینګار کوي چې په لوېدیځو ټولنو کې د دین انتخاب د شخصي ازادۍ یوه برخه ګڼل کېږي. خلک د مطالعې، مشاهده، بحث او خپلو احساساتو له مخې تصمیم نیسي. په همدې لړ کې، څېړنه تشرېح کوي چې د سختو مذهبي سیاستونو تر سیوري لاندې ټولنې ــ لکه افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ــ د دین د انتخاب، پوهاوي او روحي اړیکې فضاء تضعیفوي

په راپور کې ویل شوي:

کله چې دین په زور وتپل شي، له خپل اصلي مفهوم، اخلاقو او معنویت څخه خالي کېږي؛ خو کله چې د شخصي تفکر او ازاد انتخاب له لارې وپېژندل شي، د انسان د ژوند یوه ژوره برخه ګرځي

 د اسراییلو رسنۍ اندېښنه لري

په همدې حال کې، ځینې اسراییلي رسنیو د دې راپور د خپرېدو وروسته اندېښنه څرګنده کړې او دا یې «د اسلام‌پالنې د ودې نښه» بللې ده. هغوی ویلي چې د غزې جګړې نړیوال غبرګون نه یوازې سیاسي بلکې فرهنګي او مذهبي اغېزې هم لرلې دي

 څېړونکي څه وايي؟

په څېړنه کې یادونه شوې چې د ټولنیزو شبکو، خبری رسنیو، او بشري روایتونو پراخ خپرېدنه هغه اصلي عوامل دي چې د خلکو ذهنیت بدلون ته یې لاره هواره کړې ده

ځوان بریتانیایان د حق، عدالت او بشري ارزښتونو پر موضوعاتو ډېر حساس دي، او د غزې جګړې د دوی وجدان په ژوره توګه لړزاولی

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto