news اخبار فوری
clock

اسلام‌اباد : آصف دراني: افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو د فعاليت پر مرکز بدلېدونکی دی

اسلام‌اباد : آصف دراني: افغانستان د بېلابېلو ترهګرو ډلو د فعاليت پر مرکز بدلېدونکی دی

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني ځانګړي استازي آصف دراني خبرداری ورکړی، چې افغانستان په چټکۍ سره د بېلابېلو ترهګرو ډلو د فعاليت پر مرکز بدلېږي او که دا وضعيت تر کنټرول لاندې رانشي، نو د نړۍ په هره برخه کې د ۱۱ سپټمبر په څېر يوه لويه فاجعه تکرارېدای شي

دراني د سه‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، په خپلې ایکس (پخواني ټوېټر) پاڼه کې وليکل، چې د سيمې او نړۍ لپاره د امنيت ګواښونه مخ په زياتېدو دي او د افغانستان اوسنی وضعيت جدي پاملرنې ته اړتيا لري. د هغه په وينا، د بېلابېلو وسله‌والو ډلو فعاليتونه نه يوازې د سيمې هېوادونه، بلکې نړيواله ټولنه هم له خطر سره مخ کوي

نوموړي زياته کړې: «اوس وخت د دې نه دی چې اشخاص د خپلو نظرونو د برجسته کولو لپاره له يو بل سره سيالي وکړي، بلکې اړينه ده چې د افغانستان د نږدې ګاونډيانو معقولې او عملي مشورې واورېدل شي.» هغه ټينګار کړی، چې د ګاونډيو هېوادونو اندېښنې بايد جدي ونيول شي او د ګډو هڅو له لارې د امنيتي ګواښونو د مخنيوي لپاره اغېزمن ګامونه واخيستل شي

شنونکي باور لري، چې د دراني څرګندونې د سيمه‌ييزو امنيتي اندېښنو انعکاس دی او دا خبرداری د دې څرګندونه کوي، چې که د افغانستان د خاورې د ناوړه استفادې مخه ونه نيول شي، نو پایلې به يې يوازې پر يو هېواد محدودې نه وي

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه د سيمې او نړۍ د بېلابېلو لورو له‌خوا ورته اندېښنې څرګندې شوې دي او د ګډو، عملي او همغږو اقداماتو غوښتنه زياته شوې ده

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto