په یوه تحلیلي راپور کې د ایران او صهیونیستي رژیم ترمنځ د ۱۲ ورځنۍ جګړې جزییات څېړلي او د ایران د بالستیک توغندیو پر مهم رول یې ځانګړی تمرکز کړی دی. د راپور له مخې، د تهران او تلابیب ترمنځ مستقیمه نښته د ډېرو پوځي او سیاسي شنونکو له نظره نه یوازې احتمالي، بلکې تر ډېره حده اجتنابناپذیره وه
الجزیره لیکي چې د جګړې پر مهال ایران د بالستیک توغندیو له یوه غیرمتوقع او پېچلي ترکیب څخه کار واخیست، چې د صهیونیستي رژیم دفاعي سیستمونه یې له جدي ننګونو سره مخ کړل. د راپور پر بنسټ، دغو توغندیو د دقت، واټن او تخریبي ځواک له پلوه نوې معادلې رامنځته کړې
د عبري سرچینو په وینا، د جګړې په ترڅ کې له ایران څخه تر ۵۰۰ ډېر توغندي او پرتابېدونکي وسایل توغول شوي دي، خو ایراني چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د توغول شویو توغندیو کره شمېر نه دی اعلان کړی. سره له دې، شنونکي باور لري چې همدغه بریدونه د جګړې بڼه بدله کړه او د صهیونیستي رژیم د امنیتي بنسټونو کمزورۍ یې لا څرګندې کړې
الجزیره همداراز ټینګار کوي چې د ایران توغندیز توان یوازې پوځي اړخ نه لري، بلکې یو ستر ستراتیژیک پیغام هم دی؛ داسې پیغام چې د سیمې د ځواک توازن یې اغېزمن کړی او د صهیونیستي رژیم لپاره یې د اوږدمهاله امنیتي اندېښنو دروازې پرانیستې دي
د راپور په پای کې ویل شوي چې د دې جګړې تجربې وښودله، چې د ایران بالستیک توغندي د راتلونکو احتمالي شخړو په صورت کې د سیمې د امنیتي معادلو یو له مهمو او نه سترګې پټېدونکو فکتورونو څخه دي