قندهار ته تر سفر وروسته د سراج‌الدین حقاني د دریځ بدلون

قندهار ته تر سفر وروسته د سراج‌الدین حقاني د دریځ بدلون

قندهار ته د سراج‌الدین حقاني تر وروستي سفر او د طالبانو د حکومت له مشر هبت‌الله اخوندزاده سره تر لیدنې وروسته، د نوموړي په سیاسي دریځ کې بدلون یو ځل بیا د دې ډلې د کورنیو اختلافاتو په اړه اټکلونه پیاوړي کړي دي

راپورونه ښيي چې سراج‌الدین حقاني په خپل وروستي سفر کې قندهار ته ولاړ او هلته یې د طالبانو له مشر سره مهمه ناسته کړې ده. دا لیدنه په داسې حساس وخت کې ترسره شوه، چې نوموړي تر دې وړاندې په خوست ولایت کې په یوې وینا کې د طالبانو د اوسنیو تګلارو پر وړاندې نیوکې کړې وې

په خوست کې د خپلې وینا پر مهال، حقاني که څه هم د طالبانو د مشر نوم په ښکاره یاد نه کړ، خو د حکومت پر ځینو سیاستونو یې نیغ په نیغه انتقاد وکړ او ویې ویل چې ځینې پرېکړې د ولس له غوښتنو او د هېواد له ګټو سره سمون نه لري. هماغه وینا د طالبانو د مشرتابه دننه د نظر اختلافاتو د څرګندېدو په توګه تعبیر شوه

خو له قندهار څخه تر راستنېدو وروسته، د سراج‌الدین حقاني څرګندونې تر ډېره نرمې شوې او د یووالي او اطاعت پر ټینګار ولاړې وې، چې دا بدلون د سیاسي شنونکو پام ځان ته اړولی دی. شنونکي وایي، دا چرخش ښيي چې د طالبانو په مشرتابه کې د واک، سیاست او تګلارو پر سر جدي بحثونه روان دي

سیاسي کارپوهان باور لري، چې د طالبانو دننه د نظر اختلافات نوې موضوع نه ده، خو د لوړپوړو څېرو له لوري په علني ډول د انتقادي دریځ څرګندول او بیا ناڅاپي بدلون، د دې ډلې د داخلي جوړښت او تصمیم‌نیونې د میکانېزمونو په اړه پوښتنې راولاړوي

تر اوسه د طالبانو رسمي ویاندانو د دې لیدنې او د دریځ د بدلون په اړه روښانه توضیحات نه دي ورکړي، خو څارونکي وایي چې دا تحول به د طالبانو د راتلونکو سیاسي پرېکړو او د حکومت د داخلي ثبات پر وضعیت اغېز ولري

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط Anonymous

    بیشک

    quoto
  • user توسط Anonymous

    تاريخ هر څه ثبتوي، منفور او تورې څېرې د خپل مردار هوس او چوکۍ لپاره د امام ابوحنيفه په څېر شخصيت ژوند ته ګواښ پېښوي، زنداني کوي او د هيڅ عواقبو کيسه کې یې نه دي، لکه الله تعالی چې د دوي له کړنو غافل وي. همېشه د اسلام تر نامه لاندې ظلمونه، بې عدالتۍ، د اقتدار مردار او نا مقدس هوس داسلام د بدنامېدو، د مسلمانانو د ناکامۍ سبب شوی، خو مطمئن يو، چې عالیقدر مشر به له دې امتحان بريالی وځي، مخ توري او منفورې څېرې به الله تعالی رسوا او ذليلې کوي. په دې وياړو چې د امريکا، ذليلزاد او د هغوي د لاسپوڅو حکومتونو تور لست کې همیشه مجاهدين او نېک خلک په نښه کېږي، ان الملوک اذا دخلوا قرية افسدوها وجعلو اعزة اهلها اذلة وکذلک يفعلون

    quoto
  • user توسط Anonymous

    ډېر منفور بدرنګ وحشي انسان دی، د څو ډالرو په مقابل کې د امريکايانو تر څنګ په خپله خاوره، مور او کورنۍ غړو يرغلونه ګوري او مياشتينی معاش ته منتظر وي، دومره بد تاريخ یې پرېښود چې خپلوان به یې په خپلوۍ شرمېژي

    quoto