news اخبار فوری
clock

د افغانستان او هند روغتیایي خبرې اترې؛ پر دودیز طب ځانګړی تمرکز

د افغانستان او هند روغتیایي خبرې اترې؛ پر دودیز طب ځانګړی تمرکز

د طالبانو د ادارې د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د هند پلازمېنې نوي‌ډهلي ته د سفر پر مهال د «همدرد د طبي علومو او څېړنو انستیتوت څخه لیدنه کړې او د دواړو لورو ترمنځ د روغتیایي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې شوې دي. د دغو خبرو اترو اصلي تمرکز پر دودیز او تلفیقي طب، طبي زده‌کړو، علمي څېړنو او د درملو د معیاري‌کولو پر بهیر و

مشرتابه اعلان کړی، چې د افغانستان له روغتیایي ادارو سره د ګډو څېړنیزو پروژو د پلي کولو، د دودیزو درملو د کیفیت د ازموینې، د علمي تجربو د تبادلې او د افغان ډاکترانو او روغتیایي کادرونو لپاره د تخصصي روزنې او بورسونو د برابرولو بشپړ چمتووالی لري

د راپورونو له مخې، افغان پلاوي همداراز له هندي آیورویدي شرکتونو سره لیدنې کړې دي، چې پکې د دودیزو درملو د برابرولو، پانګونې او د درملو د تولید په برخه کې د احتمالي همکاریو پر لارو چارو بحث شوی دی. دا ګامونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیایي اړیکو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي

روغتیایي شنونکي وایي، که څه هم دا ډول خبرې اترې د افغانستان د کمزوري روغتیایي نظام لپاره مهمې ګڼل کېږي، خو ټینګار کوي چې د هر ډول همکاریو بریالیتوب له شفافیت، خپلواک نظارت او د خلکو عادلانه لاسرسي سره تړلی دی. د هغوی په وینا، باید ډاډ ترلاسه شي چې دا پروګرامونه یوازې په کاغذ نه، بلکې په عملي ډول د ولس روغتیایي ستونزو ته ځواب ووايي

دا خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې افغانستان له جدي روغتیایي ننګونو سره مخ دی او د روغتیایي خدماتو پراختیا، د درملو کیفیت او د مسلکي کادرونو روزنه د خلکو له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto