news اخبار فوری
clock

مظلوم عبدي: د سوریې له نوي دولت سره ادغام ته بشپړ چمتو یو

مظلوم عبدي: د سوریې له نوي دولت سره ادغام ته بشپړ چمتو یو

د سوریې د ډموکراتیکو ځواکونو (قسد) عمومي قومندان، مظلوم عبدي، اعلان کړی چې دغه ځواکونه د سوریې د نوي دولتي جوړښت سره د «واقعي، هر اړخیز او دوامدار ادغام» لپاره بشپړ چمتووالی لري او د روان اوربند له ټولو مادو سره ژمن پاتې دي

عبدي ویلي چې قسد مشرتابه په دې وروستیو کې د عراق د کردستان په اقلیم کې له امریکایي پلاوي سره یوه مهمه او «پایله‌بخښونکې» ناسته ترسره کړې ده. د هغه په وینا، په دې ناسته کې د سوریې د روان وضعیت، د امنیتي جوړښتونو د راتلونکې او د سیاسي حل پر لارو چارو ژور بحثونه شوي دي

د قسد قومندان ټینګار کړی چې د دوی موخه د سوریې د ملي یووالي ساتنه او د اوږدمهاله ثبات ټینګښت دی. هغه وویل:

«موږ د سوریې د نوي جوړښت برخه کېدل غواړو، نه دا چې یو موازي ځواک پاتې شو. زموږ ژمنتیا ریښتینې ده او هدف مو دا دی چې ادغام د عمل په ډګر کې وښودل شي، نه یوازې په کاغذ

د معلوماتو له مخې، د موجودې هوکړې له مخې به قسد ځواکونه په بېړني ډول د الرقه او دیرالزور ولایتونه د دمشق د نوي حکومت، چې د محمد الجولاني په مشرۍ یادېږي، ته وسپاري. همداراز به دغه ځواکونه د فرات سیند ختیځو سیمو ته شاتګ وکړي او په ټولو جبهاتو کې به سمدستي او عمومي اوربند نافذ شي

په دې هوکړه کې دا هم شامل دي چې د قسد غړي به د انفرادي میکانیزم له لارې د سوریې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې مدغم شي، څو د دولت تر قومندې لاندې یو منظم امنیتي جوړښت رامنځته شي. سربېره پر دې، د حسکه ولایت سرحدي لارې او د نفتو مهمې ساحې به د سوریې نوي حکومت ته وسپارل شي

سیاسي شنونکي وایي، که دا هوکړه په بشپړ ډول عملي شي، نو کولی شي د سوریې په شمال او ختیځ کې د کلونو امنیتي بې‌ثباتۍ ته د پای ټکی کېږدي او د کورنۍ جګړې د دوام خطر راکم کړي. د دوی په باور، د قسد ادغام به د دولت د واک د پراخېدو او د موازي واکمنیو د له منځه تلو لامل شي

دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې سوریه د جګړې له کلونو وروسته د سیاسي بیاجوړونې له حساسو پړاوونو تېرېږي او نړیوالې هڅې روانې دي څو دا هېواد بېرته د ثبات پر لور روان شي

د یادونې وړ ده چې قسد د امریکا له ملاتړ څخه برخمن ځواک بلل کېږي او د دغه ځواک د ادغام اعلان د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې د پام وړ بدلون نښه ګڼل کېږي

پاسخ دهید

لغو پاسخ

آدرس ایمیل شما منتشر نخواهد شد.

اخبار مرتبط

ما را دنبال کنید

به قهرمان رای دهید

برترین دسته ها

نظر اخیر

  • user توسط KyuhqcUFaKDxgQxidA

    kcZRtHeWrgoWMTIL

    quoto
  • user توسط qcJvwIEkylYuVnMMCZ

    GBWGKEROsZZqoosN

    quoto
  • user توسط ZzTRVabJcrTlFUSRFgF

    mBQzzewrmjOEHCuhl

    quoto